fbpx

روغتیا وزارت: د بهرنیانو ملاتړ د نشه يي توکو کاروبار پراخ کړی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه،۱۷زمری ۱۳۹۷ل): هندي رسنیو د هغه کنفرانس په اړه راپور ورکړی چې په افغانستان کې د نشه يي توکو د کښت او قاچاق په اړه جوړ شوی و او د افغانستان په استاځیتوب د عامي روغتیا وزارت یو لوړپوړي چارواکي محمد منیر خلیق پکي ګډون کړی و.

د یادو رسنیو په وینا محمد منیر خلیق وایی چې د تېرو کلونو په پرتله په افغانستان کې د نشه يي توکو قاچاق، کښت او کاروبار ډېر شوی دی.

خلیق ویلي، دې کې شک نشته چې د افغانستان د ملي وحدت حکومت د نشه يي توکو پر ضد مبارزې ته ژمن دی، خو وایی چې متاسفانه، د بهرنیانو ملاتړ د دغه پديدې کښت او کاروبار ډېر کړی دی.

د ده په وینا په افغانستان کې ځینې هېوادونه او ځینې استخباراتي کړۍ هڅه کوي چې د نشه يي توکو کارو بار ډېر شي. د عامي روغتیا وزارت دغه لوړ پوړی مامور وایی: دلته په لوړه او نړیواله کچه مافیايي کړۍ په دې پروسه کې برخه لري.

که څه هم نوموړي د دغو هیوادونو، استخباراتي او مافیایی کړیو؛ چې د نشه ایی توکو په کاروبار کې دخیل دي؛ نومونه نه دي په ډاګه کړي، ده ویلي چې افغان حکومت د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزې ته ژمن دی، خو په عین حال کې زیاتوي چې دا مبارزه د نړیوالو له ملاتړ پرته ناشونې ده.

خلیق همدا راز ویلي، چې د نشه يي توکو د کښت زیان نه یوازې نړیوالو ته دی، بلکې په افغانستان کې هم میلیونونه وګړي په دغه شومه پديده روږدي شوي دي.

باید وویل شي چې د نشه ایي توکو کښت کرهڼه او کاروبار تر 2001میلادي کال وړاندي چې د طالبانو واکمني وه؛ صفردرجې ته راکښته شوی و، ځکه چې طالبانو یې پر وړاندي په ریښتینی توګه مبارزه کوله.

ډېری شنونکي په دې باور دي چې د طالبانو سره د امریکا په مشرۍ د ځینو نړیوالو مافیایی کړیو دښمنۍ د پیلیدلو یو لامل دا هم و چې طالبانو پرمخدره توکو یومخیز بندیز لګولی و.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د