ویټالټي بلاسټ: ظاهر خان په لومړۍ ورځ ښه وځلېد او دوه ویکټې يې واخیستې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۷ زمری، ۱۳۹۷ل): د انګلستان په تجارتي سیالیو (ویټالټي بلاسټ) کې د افغانستان ځوان سوکه توپ اچونکی ظاهر خان په لومړۍ ورځ د پام وړ توپ اچونه وکړه او دوه ویکټې يې واخیستې.

افغان لوبغاړی ظاهر خان چې تېره ورځ د لنکا شایر لوبډلې په لومړي وار واخیست، پخپله لومړۍ سیالۍ کې په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه چې په خپلو ۴ اورونو کې يې یوازې ۱۹ منډې ورکړې او ۲ لوبغاړي يې وسوځول، چې هیڅ کومه څلوریزه او شپږیزه پرې ونه لګېده.

د کرېکټ مبصرینو او د لنکا شایر لوبډلې مشر روزونکي د ظاهر خان پکتین لوبه وستایله او زیاته یې کړه چې نوموړی به په راتلونکې کې د خپلې لوبې په بریا کې مهم رول ولوبوي.

په دغه سیالۍ کې د ظاهر خان لوبډلې په حیرانونکي ډول ماتې وخوړه، د مخالف لوبډلې توپوهونکي په وروستي اور کې ۳ ویکټې واخیستې، ۱ منډه یې ورکړه او د یوازې ۶ منډو کامیابه دفاع یې وکړه.

ظاهر خان چې چپ لاسی توپ اچونکی دی، د لیګ سپين ځانګړې توپ اچونه کوي، چې لوبغاړی د توپوهنې پرمهال له ستونزو سره مخ کوي او نشي کولای د توپ ځای معلوم کړي.

د یادونې وړ ده چې په انګلستان ویټالټي بلاسټ سیاليو کې ظاهر خان له راشد خان، محمد نبي او مجیب الرحمن وروسته څلورم افغان لوبغاړی شو چې په دغو سیالیو کې لوبیږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د