
ټرمپ: د ایران سره تجارت کوونکو ته به د امریکا سره د تجارت اجازه ورنه کړل شي
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۷زمری ۱۳۹۷ل): د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې د ایران سره تجارت کوونکي به د امریکا سره د تجارت څخه بې برخي شي.
نوموړي دغه خبرې وروسته تر هغه وکړې چې د امریکا له لوري پر ایران باندي د اټومي تړون د لغوه کېدو وروسته اقتصادي بندیزونه رسما عملي شول.
ټرمپ په خپل ټویټر کې ولیکل چې پر ایران باندي دغه بندیزونه تر ټولو سخت دي او تمه ده چې په راتلونکي نومبر میاشت کې به تر دې لا سخت شي.
نوموړي وویل چې دغه کار یې د نړیوال ثبات لپاره کړی دی.
د نویو بندیزونو پر اساس به ایران نه شي کولای چې په خپلو تجارتي تعاملاتو کې امریکايي ډالر وکاروي، موټر، وسپنه، معدنیات چې په هغو کې سره زر، سټیل، د ډبرو سکاره او المونیم شامل دي، ددغه بندیزونو پر اساس به ایران نه شي کولای چې امریکايي او یا اروپايي اتحادیې څخه الوتکې وپلوري.
په راتلونکي نومبر کې تمه ده چې پر ایران لګېدلي بندیزونه نور هم سخت شي او د ایران د تیلو صادارتو باندي بندیز ولګیږي چې له امله به یې شاوخوا هره ورځ د ایراني تیلو ۲ ملیونه بیلر له صادراتو څخه پاته کیږي، چې په ورځني لحاظ د ایران د تیلو ۵۰ سلنه تشکیلوي.