افغانستان

هلمند: د چاپې پر مهال دولتي عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۷زمری ۱۳۹۷ل): تېره شپه د هلمند ولایت په موسی قلعه ولسوالۍ کې د یوې چاپې پر مهال دولتي عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د طالبانو د راپور سره سم تېره شپه ۹ بجې دولتي او بهرنیو ځواکونو د موسی کلا ولسوالۍ بازار او امنیه قومندانۍ ته د رسیدو په موخه چاپه اچولې چې په ترڅ کې يې د طالبانو په وینا په لسګونو دولتي او بهرنیو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د راپور سره سم پر چاپه وهونکو عسکرو ۶ ماینونه چاودېدلي.

طالبانو پر خپل پاڼه یو شمېر انځورونه هم نشر کړي او ټولنیزو پاڼو ویډیو نشر شوې چې په کې د عسکرو د اجسادو پاتې شوي ټوټې او جامې هم ښودل کیږي.

د راپور سره سم دولتي عسکرو تر ۴ بجو خپلو عملیاتو ته ادامه ورکړه او بیا یې تر سختې بمبارۍ وروسته سیمه خوشي کړه. خو طالبان وایی چې په بمباریو کې چاته زیان نه دی اوښتی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالولی(فهیم)

کوهی مه کنه د بل سړی په لار کی چی د تابه د کوهی په لاره لار شی الله ج دی دوی تباه کړی د امریکا ګوډاګی عسکر دی هرڅه چی ورته باداران یی وایی هماغسی کوی دا بی دینه او بی مذهبه وحشی صفته د چاپی عسکر دومره واحشی تربیه شوی دی چی په یوکافر کی رحم شته خو پدی لعینانو کی نشته ډیر ښه کار شوی الله پاک دی همداسی تباه او برباد کړی دوی پسی د مظلومان آه ده انشاالله لکه د نورو په شان به یی الله هلاکوی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x