د افغانستان پریمیئر لیګ د کرېکټ نړیوالې شورا لخوا رسما ومنل شو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۷ زمری، ۱۳۹۷): د افغانستان تجارتي سیالۍ (APL) چې په لومړي ځل پېلیږي د کرېکټ نړیوالې شورا لخوا په رسمي ډول ومنل شو.

دغه لیګ چې په متحده عربي اماراتو کې ترسره کیږي د افغانستان په غوښتنه چې تېره میاشت یې له کرېکټ نړیوالې شورا غوښتي وو، په رسمي ډول ومنل شول، او په اکتوبر میاشت کې ترسره کیږي.

د افغانستان پریمیئر لیګ په لومړي وار پېلیږي چې د کرېکټ بورډ په وینا په دې لیګ کې به پنځه لوبډلې ګډون کوي، د کابل، ننګرهار، کندهار، بلخ او پکتیا لوبډلې شاملې دي.

د یادو پنځو لوبډلو د پېرلو داوطلبي اوسمهال روانه ده او پتیل کېږي چې دغه لړۍ به د روانې اګست میاشتې تر نیمایي پورې بشپړه شي، چې بیا به له هغې وروسته د نړیوالو لوبغاړو بولي ترسره کیږي.

یاده دې وي چې دغه سیالۍ به د اکتوبر میاشتې په پنځمه نېټه پېل او په ۲۱م اکتوبر پای ته رسیږي، چې ټولې سیالۍ به د متحده عربي اماراتو په شارجه نړیوال لوبغالي کې ترسره کیږي.