ګلاجان عبدالبدیع صیاد

د ټاکڼو کمیسیون د جعلي تذکرو د پېژندنې لپاره ځانګړې کمېټه جوړوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۷زمري، ۱۳۹۷ل): د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي د درغلۍ د مخنيوي د هڅو په لړ کې غواړي د جعلي تذکرو د پېژندنې لپاره ځانګړې کمېټه جوړه کړي.

د دې کمیسیون مشر ګلاجان عبدالبدیع صیاد نن په یوه خبري غونډه کې خبریالانو ته وویل، دغه کمېټه به د ټاکنو کمیسیون او د نفوسو د احوالو د ثبت ادارې له لوري په ګډه جوړه شي.

هغه وویل که داسې موارد يې وموندل چې کوم کس په یوه تذکره څو ځایه نوم لیکنه کړې وې، یا يو تن څو تذکرې اخیستې وې، سمدستې به يې حذف کړي.

صیاد د سیاسي ګوندونو له لوري د طرحې وړاندې کول ناوخته وبلل او ويې ویل، نه شي کولی دا طرحه عملي کړي.

سیاسي ګوندونو لومړی ټینګار کاوه، چې ټوله پروسه دې لغوه او د نوم لیکنې لړۍ دې له سره پیل شي، خو صیاد وايي چې دوی ته يې داسې طرحه وړاندې کړې، چې ټاکنیز سیستم باید بدل شي، سیاسي ګوندونه باید نظارت وکړي او رایه ورکوونکي دې ټول بایومیټریک کېږي.

هغه وايي تر ټاکنو شاخوا دوه میاشتې وخت پاتې دی او نه شي کولی دا طرحه عملي کړي.

ټاکل شوې پارلماني او د ولسوالیو شوراګاانو ټاکنې د تلې میاشتې په ۲۸مه ترسره شي.

د ټاکنیزې پروسې ځينو څارونکو بنسټونو ويلي د ټاکنو کمیسیون اوسني تیاري او روان وضعیت ته په کتو د شفافو ټاکنو امکان بېخې لږ دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د