میدان وردګ: لاریون کوونکو د کابل – کندهار لویه لاره تړلې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۷زمري، ۱۳۹۷ل): میدان وردګو ولایت په مرکز میدان ښارکې سلګونو تنو د لاریون له امله د کابل – کندهار لویه لاره تړلې ده.

دغه لاریون کوونکي چې په مرکز کې را ټول شوي و، له مرکزي حکومت نه ځينې غوښتنې لري، دوی د میدان وردګو نوم په ټولو رسمي مکتوبونو او اسنادو کې «میدان وردګ» غواړي، په داسې حال کې چې اوس یوازې «وردګ» لیکل کېږي.

اعتراض کوونکي وايي په ۱۳۹۲ل کال کې د وزیرانو شورا له پرېکړې سره سم، د دې ولایت نوم باید «میدان وردګ» ولیکل شي.

پر دې سربېره دوی د میدان وردګو پوهنتون ودانۍ هم په مرکز کې غواړي، په داسې حال کې چې د دې پوهنتون پوهنځي د سید اباد ولسوالۍ اړوند ټوپ دښته کې فعال دي.

د میدان وردګو والي محمد عارف شاه جهان وايي دوی هڅه کوي چې د لاریونوالو غږ تر مرکزي حکومته ورسوي او ستونزې يې هوار کړي.

نږدې شل ورځې وړاندې هم د میدان ودرګو لسګونو اوسېدونکو د دې ولایت د مقام په ګډون د ګڼو دولتي ادارو دروازې په اعتراضي ډول وتړلې.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د