
طالبان: یوه میاشت کې سلګونو عسکرو وسلې پر ځمکه ایښې
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۷زمري، ۱۳۹۷ل): د طالب ځواکونو د دعوت، ارشاد، جلب او جذب کمیسیون وايي په تېره میلادي میاشت کې يې سلګونه حکومتي وسلهوال دې ته قانع کړي چې تر جګړې تېر او ټوپکې پر ځمکه کېږدي.
د دې کمیسیون په میاشتنې راپور کې راغلي چې ټولټا ۶۵۸تنه چې د ملي اردو، پولیسو، عامه نظم، ملي امنیت او اربکیانو په لیکو کې پر دندو بوخت و، له جګړې لاس پر سر شوي او ګڼ يې له د دوی په لیکو ننوتي دي.
د راپور له مخې دغه کسان د حقایقو په درک کولو سره له طالب سرتېرو سره یو ځای شوي او له ځانونو سره يې ګڼې سپکې او درنې وسلې، نقلیه وسایط او مخابرې ور وړې دي.
د طالبانو په لیکو کې دغه کمیسیون هره میاشت وروسته د خپلو هڅو راپور شریکوي او هڅه کوي افغان عسکر پر دې قانع کړي چې د بهرنیانو له ملګرتیا لاس واخلي.
دوی له جګړې پرته د مخابرو، تلیفوني اړیکو، ویډيوګانو، لیکونو او مخامخ لیدنو له لارې د حکومت نظامي لیکو ته خپل دعوت رسوي.
د دې کمیسیون په راپور کې د ټولو تسلیم شویو کسانو لنډ شهرت هم ذکر شوی او په یوه برخه کې يې راغلي: «د اسلامي امارت له مجاهدینو سره یوځای شوو هېوادوالو وعده وکړه چي نور به د خپل دین او وطن له خارجي او داخلي مزدورانو سره هیڅ رازتعلق نه ساتي، د خپل مظلوم ولس او مجاهدینو وروڼو سره به همکاري کوي، ترڅو لوی خدای جل جلاله ژرترژره زموږ له ویاړلې خاوري څخه د کفر، فسق، اشغال، فحشا او ګمراهیو کرغېړن ټغر ټول کړي او د مسلمانانو د خوښي یو سوچه اسلامي واکمني رامنځته کړي چې د ټول افغانان پرې راټول شي.»
افغان حکومت تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي.