کله مو د چڼې دانې په اندازه هندواڼې خوړلي؟ انځورونه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۷ زمری، ۱۳۹۷ل): د چین په مشهور ښار شنګایي په بازارونو کې د چڼې دانې په اندازه کوچنۍ هندواڼې د خرڅلاو لپاره وړاندې شوي، چې یو شمېر خلک یې حیران کړي دي.

دغه هندواڼه یوازې ۳ سانتي میتره اوږدوالی لري، چې د ۱۲۵ ګرامو هنداوڼو پاکټ په ۴ امریکایي ډالره پلورل کیږي، چې په یوه پاکټ کې قریب تر شلو زیاتې هندواڼې دي.

کوچنۍ هندواڼې د بادرنګ په څېر خوند لري او د پوستکو سره خوړل کیږي، په چین هېواد کې په مصنوعي لارو کرل کیږي، او د امریکا په مکسیکو هېواد کې د ک قولبې له لارې کرل کیږي.

په مکسیکو هېواد کې دغې هندواڼې د (ماوس میلن) او (مکسیکن ککمبر) په نوم پېژندل کیږي.

ډیرو کتونکو ددغو هندواڼو په لیدلو او په ځانګړي ډول په بازاد کې یې خرڅلاو او خوړلو یې یو شمېر خلک حیران کړي دي.

 

تبصره وکړئ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د