fbpx
د حکومت مشران؛ د امریکا د وخت د بهرنیو چارو وزیر له لوري تر توافق وروسته

نیویارک ټایمز: «د افغانستان په سیاسي مشرتابه کي نه شرم سته. نه وجدان او نه هم ضمیر سته.»

وحيد فقیري

نیویارک ټایمز د اګسټ پر ۷ باندي لیکي کله چي تېره میاشت د جنرال دوستم د راتګ جشن په ژوندي توګه له تیلویزیون څخه خپرېدی، ښاغلی احمد ایشچي ورته ناست وو، او ننداره ئې کوله. احمد ایشچي لیدل چي څرنګه په افغانستان کي قدرتمندان عدالت او حیا تر پښو لاندي کوي. او څرنګه د دې پر ځای چي قدرتمن مجرمین توقیف سي او جېل ته واستول سي، هغوی پر سرو غالیو باندي قدم وهي.

په ۲۰۱۶ کي، ۶۳ کلن ایشچي په یوې تیلویزیوني مرکې کي وویل چي جنرال دوستم هغه برمته کړ، بیا ئې د جنسي تیري ناکامه هڅه وکړه، او وروسته ئې خپل محافظینو ته امر ور کړ چي د ایشچي سره ناوړه عمل وکړي. دوستم په کابل کي د امریکا په زور او پیسو نصب سوي حکومت کي د اشرف غني لومړی مرسیتال دئ.

مګر کله چي د ایشچي قضیه جهاني سوه، جمهورریس اشرف غني د عدالت وعده وکړه، او جهانیانو ته ئې وویل چي هغه به داسي جنایت تحمل نه کړي! د جنرال دوستم اووه ساتونکي په پنځه کاله بند محکوم سول، او د محکمې اسناد ښيي چي د ایشچي سره همدا جنایت سوی وو.

خو تېره میاشت، جنرال دوستم بېرته له ترکیې څخه کابل ته فاتحانه راستون سو، او د رسمي استقبال لپاره ئې د اشرف غني د کابینې عالي رتبه مامورین ورغلي ول. د هرکلي پدې تاریخي مراسمو کي د دوستم پخواني محافظین مسلح ولاړ ول، او له زندانه راخوشي سوي ول. کله چي احمد ایشچي د دوستم مسلح ساتونکي ولیدل، هغه وویل،«اووه میاشت مخکي محکمې هغوی محکوم کړل. دا یو سیاسي معامله ده، او د حکومت کمزوري ښيي.» ایشچي وویل،«د دوستم ملګري جنګسالاران پوهېږي، که چیري ئې یو عدالت ته راکش سي، هغوی به هم محاکمه سي. د افغانستان په سیاسي مشرتابه کي نه شرم سته. نه وجدان او ضمیر سته.»

د ایشچي زوی بکتاش وايي هغو خلګو چي د دوستم پر ضد شهادت ورکړی دئ، هغوی الان سخت په بېره کي دي. همدااوس د دوستم خلګو په جوزجان کي د احمد ایشچي د کور مخته وخت نا وخت هوايي ډزي کوي.

د محکمې اسناد ښيي چي افغان مامورینو هڅه کړې وه چي دوستم عدالت ته راکش کړي،‌ خو اشرف غني ئې مخنیوی کړی وو. د دې دوسیې څارنوالانو ته امر سوی وو چي د دوستم نوم دي له دوسیې څخه حذف سي.

د دوستم په راتګ کي راتلونکو انتخاباتو ستر رول لوبولی دئ. اشرف غني غواړي چي یو ځل بیا انتخابات وګټي، او د دې مقصد لپاره د اوزبکو رایو ته ضرورت لري.

د حقوقو مسایل ماهر ښاغلی عبدالشکور دادرس وايي،«له بده مرغه دا دوسیه له لومړۍ ورځي څخه یوه سیاسي لوبه سوه. موږ ئې اوس نتایج وینو. جنرال دوستم د یوې سیاسي معاملې په نتیجه کي بېرته راستون سو.»

ښاغلی ایشچي وايي اشرف غني به هیڅکله عدالت برقراره نه کړي، په تېره بیا اوس چي د کمپېن په مووډ کي دئ. احمد ایشچي خپله دوسیه د بین المللي جرایمو محکمې ته وړې ده. هغه اوس د خپلو خاطراتو په لیکلو لګیا دئ. ښاغلی ایشچي وايي،«اقلا ما به د دې جنایت اصلي څېره جهانیانو ته ښودلې وي.»

avatar
5 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالمالک همت
میلمه
عبدالمالک همت

«د افغانستان په سیاسي مشرتابه کي نه شرم سته. نه وجدان او نه هم ضمیر سته.» خو باداران يې تر دوی زيات بې حيا، بې ضميره، د انسانانو دښمنان او نړي وال غله، قاتلان او داړه ماران دي. د دغسي ټيټو ساکښانو ګوډاګيان بايد دغسي ټيټ وي، ځکه الجنس من الجنس فهو اميل. او د افغان سره چي کښېناستی افغان سو ««»» د مغل سره چي کښېناستی مغل سو. الله دي د نړۍ ټول مظلوم انسانان د دغو ظالمانو له شره په خير وژغوري. که دغه د جګړې د اورونو د بلوونکو شر او فساد نه وای. په نړۍ کي… نور لوستل »

غلام حضرت
میلمه
غلام حضرت

د غنی خواخوږو ولی خوله جفته نېولې ده او دې پوښتنی ته ځواب نه وائې چه: آیا غنی په رشتیا د فساد او غصب په وړاندی د مبارزې ټینګ نیت لری؟ که هو نو څنګه ئې دوستم ته سرې قالینی اواری او تود هر کلی ئې وشو او بیاهم د غنی د لومړی مرستیال پتوګه په دنده وګومارل شو او د شرم خبره داده چه د مرستیالی تر څنګ د حکومت د مخالف جریان د فعّاله غړی پتوګه هم ک او غونډۍ کیږی یا په مؤدبانه ژبه ارغنداؤ ارغنداؤ کیږی. دا یو ډول نا محسوس ظلم دی که چا پر… نور لوستل »

mha
میلمه
mha

US toppled Talibad and gave power to Warlords

pattang
میلمه
pattang

غلام مذدور د پردویو اجنټ هیڅکله هم نه ، دهیواد او د ټولنې د سر لوړي او ازادي له پاره کار کولی شي داد انسانانو تاریخ او علم وایې ! غني ، کرزی او نور یې يوه مجموعه دجنایتکارانو او مخبرانو ده ، هغوی خپل دالر وهي او اپړې دوپړې یې شروع کړې اولس غلوي ! دوی خپل اولس او پاک بشریت غلوي خو مونږ ټول پوهیږو! دوی خپل جیبونه ډکوي خو دغریب زوی په ۲۰۰ میاشتني دالرو مرګ ته لیږي او هغه هم د دالري بادار په چوپړ کې ، اوس یې وخت دی چې اولسي پاڅون د لنډغرانو… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

هر هغه کس تر هغی چه یوه ذره وجدان او ضمیر ولری غلامی نه منی ، د غلامی منلو وروسته شرم یی ورته باداران له منځه وړی یعنی هغه څه پری ترسره کوی چه زما ګوتی یی له لیکلو شرمیږی او که یی بیا هم ولیکم دغه پانه به هم پری کرښی راکښ کړی . د غلامی د یرغملتیا د پاره ورباندی هغه څه تر سره، دوی یی په نشو پړسولی ، ویدیو ګانی یی ډکی او بیا یی ورته علنی کړی خو ورته ویل کیږی چه د سرغړونو په صورت کی به ټولو هیوادوالو او نړیوالو ته علنی کیږی… نور لوستل »