fbpx

فایننشنل ټایمز: چین د افغان سولې اړوند له طالبانو سره لیدلي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۷زمري، ۱۳۹۷ل): امریکايي ورځپاڼې فایننشنل ټایمز لیکلي د افغان سولې د هڅو په لړ کې چیني مشرانو هم د طالبانو له سیاسي استازو سره لیدلي دي.

د سرچينې په وینا چين د افغان سولې په هڅو کې د مرستې سینه ډبولې ده او په باور يې دا د سولې په هڅو کې یو ښه پرمختګ دی.

طالبانو په دې تړاو رسماً څه نه دي ويلي، خو د سولې شورا غړو د ناخبرۍ تر څنګ ویلي، چې که چیني مشرانو دا کار کړی وي، نو نېک ګام دی، د دوی په خبره د سولې په برخه کې د هر چا مرستې ته په نېک نظر ګوري.

د دې شورا ویاند احسان طاهري ويلي، چین د افغانستان یو پیاوړی ګاونډی دی او د سولې په هڅو کې راګډېدل به يې ښې اغېزې ولري.

چین تر دې وړاندې هم د څلور اړخیزو ناستو ګډونوال و، خو له طالب مشرانو سره يې دا لیدنه وروسته له هغه کېږي چې امریکا هم له طالبانو سره مخامخ خبرې پیل کړې دي.

د شنونکو په باور له امریکا سره د مخامخ خبرو تر څنګ طالبان قوي ډيپلوماسي ته اړتیا لري، چې د سیمې هېوادونو ته هم قناعت ورکړي.

سیاسي شنونکي انجینر نظرمحمد مطمئن پخپله تازه مقاله کې همدې موضوع ته اشاره کړې ده: «د ایران، پاکستان، منځنۍ اسیا هیوادونو، روسیې او هند انديښنې لا هم پر ځای پاتې دي، اوس چې طالبان له امریکا سره مخامخ خبرې ‏کوي، اړینه ده چې همهاله له یادو سېمئیزو هیواد ونو سره د افغانستان راتلونکي اړوند او دهغوی انديښنو ته قانع کوونکي ځواب ولري.‏»

د طالب او امریکايي مشرانو مخامخ خبرو سولې ته هیلې پیاوړې کړې دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د