قیس احمد د کربین لیګ په لومړۍ سیالۍ کې ښه ونه ځلید

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۸ زمری، ۱۳۹۷ل): د افغانستان نولس کلنو لوبډلې ځوان لوبغاړی قیس احمد په ویسټ انډیز کربین لیګ سیالیو کې د لوبېدو لپاره دغه هېواد ته تللی دی چې پخپله لومړۍ سیالۍ کې ښه ونه ځلید.

سوکه لیګ سپین قیس احمد چې د سینټ لوشیا سټارز لوبډلې لخوا لوبیږي په لومړۍ سیالۍ کې ۲ اورونه وکړل چې د ۳ څلوریزو او ۱ شپږیزې په خوړلو یې ۲۴ منډې ورکړې خو کومه ویکټ یې ترلاسه نه کړه.

د کربین لیګ افتتاحي سیالۍ چې د قیس احمد لوبډلې او ټرینباګو نایټ رایډرز لوبډلې ترمنځ ترسره شوه، لومړی توپوهنه ټرینباګو لوبډلې توپوهنه وکړه چې په ۲۰ اورنو کې يې د ۶ لوبغاړو په سوځېدلو ۱۹۵ منډې جوړې کړې، په ځواب کې د قیس احمد لوبډلې یوازې ۹۵ منډې جوړې کړې او د ۱۰۰ منډو په توپير یې سیالۍ کې ماتې وخوړه.

که څه هم قیس احمد د نوي او د ویسټ انډیز سخت لوبغالو له کبله په توپ اچونه کې ښه ونه ځلېد خو په توپوهنه کې یې د یوې شپږیزې په مرسته ۱۴ منډې جوړې کړې.

قیس احمد د افغانستان ۱۹ کلنې لوبډلې ۱۷ کلن ځوان سوکه لیګ سپین توپ اچونکی دی، چې د ۲۰۱۸م کال د نولس کلنو نړیوال جام په یوازې ۵ سیالیو کې یې تر ټولو زیاتې ۱۴ ویکتې اخیستې وې.

د یادونې وړ ده چې دا مهال د افغانستان ملي لوبډله په انګلستان کې د ایرلینډ پر وړاندې سیالیو لپاره پر تمریناتو بوخته ده، چې له بل پلوه ۴ لوبغاړي په انګلستان او ۱ لوبغاړی په ویسټ انډیز تجارتي سیالیو کې لوبیږي. کربین لیګ به د ستمبر میاشتې تر ۱۶مې نېټې دوام وکړي.

تبصره وکړئ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د