fbpx

زړورتيا د مسلمان امير حياتي صفت

ابوالحسن ناصح

شجاعت عربي لفظ دى زړورتوب ته وايي اصلاً په کار خو داده چې د اسلام د مقدس دين هر پيرو د شجاعت خاوند وي خو دمسلمانانو مشرانو ته چې په هره اندازه دمسلمانانو مشري په غاړه لري زړورتوب لازمي جز دي بي زړه مشر نه شي کولاي چې ورسپار ل شوي مسؤليتونه د عواقبو دتاواني کيدو له امله انجام کړي د حضرت علي رضي الله عنه څخه روايت دي واېې: کله به چې جنګ سخت شوکافران اومسلمانان به سره مخامخ شوه مونږ به ځان په پيغمبر صلي الله عليه وسلم ساته او د ي صلي الله عليه وسلم به دښمن ته دټولو مسلمانانو څخه نژدي ؤ.

يو روايت کې راغلي دي : کان اشجع الناس.

ژباړه: پيغمبر صلي الله عليه وسلم د ټولو خلکو څخه زيات زړور ؤ .

حکماء او هوښياران خلک وايې : سخاوت سره مملکت کې خوشحالي راځي د عدل سره ابادي راځي ، عقل سره مملکت او دولت قايم وي ، شجاعت سره د وطن حفاظت او ساتنه کولاي شي او رياست سره سياست چليږي مطلب داچي حاکم او حکومتي مشر لپاره زړورتوب يو لازمي امر دي ځکه ددي په ذريعه د مملکت دسرحدونو ساتنه کيږي د بدمعاشانو او سرکشه خلکو مخنيوي کولاي شي د ظلمونو او ظالمانو بيخ کني کيږي د ناموس او عفت ساتنه صورت نيسي لنډه داچي د پادشاهۍ زيات معاملات په همدي اصل تکيه لري يو بي زړه او بي جرائته مشر يا حاکم نشي کولاي چې پورته ذکر شو ي کارونه سرته ورسوي به دښمن باندي د کاميابۍ اساسي شرط زړورتوب دي عر بان وايې : الشجاعة وقاية والجبن مقتلة .

ژباړه: زړورتوب حفاظت اوساتنه ده بي زړه توب وژنه او تباهي ده همد ا راز وايې : الشجاع موقّى والجبان ملقّى.

ژباړه : زړور ساتلي شوي د ي او بي زړه پريوتى اومړ دي . حضرت خالد بن وليد رضى الله عنه به چې کله د مجاهدينو صفونه برابرول منځ کې به يې ګرځيده او ويل به يې : يا أهل الإسلام: إن الصبر عز، وإن الفشل عجز، وإن مع الصبر النصر.

ژباړه: اى د اسلام خاوندانو بيشکه صبر عزت دى بي زړه توب عاجزي ده اود صبر سره کومک ملګري دي .

همدغه راز نوشيروان وايې : عليکم باهل الشجاعة والسخاء فانهم اهل حسن الظن بالله ، تاسي باندي لازم دي چې زړورو او سخيانو خلکو سره ملګرتيا وکړئ ځکه دوي په الله جل جلاله ښه ګمان لري ، مطلب داچي زړور خلک وايې الله جل جلاله به مې حفاظت کوي سخيان خلک وايې څه چې مصرف کړم الله جل جلاله به عوض راکړي امساک نه کوي هوښياران وايې : استقبال الموت خير من استدباره .

ژباړه: مخامخ مرګ پس شا مرګ څخه بهتر او ښه دى .

حضرت علي کرم الله وجهه فرما يلي دي : بقية السيف أنمى عددا، وأطيب ولدا.

ژباړه: کوم وطن ياکور کې چې د الله جل جلاله لپاره توره وچليږي دهغو ي اولاد هم زياتيږي او پاک اوسوچه هم راځي .

ګرانو وطنوالو د حضرت علي رضي الله عنه څخه دي الله جل جلاله راضې شي څه عجيبه حق اورښتيا خبره يې کړي ده په ګران هيواد افغانستان کې چې کومه توره دشرميدلو روسانوپه مقابل کې وچليده څومره ډير مسلمانان شهيدان شول مونږ الحمدلله دسر په سترګو وينو چې دافغاني نفوسو په تعداد کې هم اضافه راغله اودديني علومو څومره پتنګان هم پيداشول چې اوس دهر ډول کافرانو او منافقانو ته سر دې درد اصلي وسايل دي چې اوس په هر ډګر کې د اسلام د مقدس دين په خدمت بوخت دي

محترمو ورونو !اوس مونږ اوتاسي ګورو چې د مفسدو او ظالمو عناصرو له لاسه بياهم په زيات شمير کې مسلمانان شهيدان کيږي چې تر اوسه ېي لړۍ روانه ده نو دحضرت علي رضي الله عنه وينا بايد هرمسلمان ته په ذهن کې حاضره وي الله جل جلاله به نور راپيداکړي تر څو اينده کې دخپل مبارک دين ساتنه اوحفاظت وکړي .

تنبيه : څوک چې داينده باره کې ډير سوچ او فکر کوي هغه سړي زړور نه وي بلکه ډير بي زړه انسان وي لکه چې حضرت علي رضي الله عنه وايې : من اکثر النظر فى العواقب لم يشجع .

ژباړه : څوک چې دانجام اوعواقبو باره کې زيات فکر مندو ي زړور به نه وي.

د پورتني مضمون زياته برخه د عقد الفريد څخه اخيستل شو ي ده د حضرت انس رضى الله عنه څخه روايت دي وايې : رسول اکرم صلى الله عليه وسلم د ټولو خلکو څخه زيات د ښو اخلا قو خاوند ؤ دټولو خلکو څخه زيات سخي ؤ د ټولو خلکو څخه زيات زړور ؤ يوه شپه په مدينه منوره کې څه ويره پيداشوه خلک داواز خواته لاړه حضرت رسول اکرم صلى الله عليه وسلم دټولو نه مخکي داوازخواته ورسيد او ويل يې مه ويريږۍ مه ويريږۍ په داسي حال کې چې د ابوطلحه رضى الله عنه په شالوڅي اس سپور ؤ او په غاړه کې يې توره وه داس په باره کې يي وويل د بحر په ډول مي پيداکړ مطلب داچې ښه منډه يې وهله ، مشکوة شريف ، بخاري شريف ، مسلم شريف.

ددي حديث شريف څخه معلومه شوه چې په ټولو خطري ځايونو کې بايد مشر د ټولو خلکو څخه مخکي وي ، پيغمبر صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي : الامام جنة يقاتل من ورائه.

ژباړه: مشر يا امير ډال دي جنګ به دده د شا څخه کولاي شي .

عزتمندو ورونو هر مشر بايد په هر ه اداره يا هر پوځي جمع ځاي کې د ټولو خپلو افرادو څخه زړور وي ترڅو دمسلمانانو کارونه او ددين حمايت په اصلي معيار صورت ونيسي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د