د ايران اوښکې‎

لیکوال: منيب الرحمان رحماني

اونۍ کېږي د ايران په بېلابېلو ښارونو کې لاريونونه روان دي، دا په داسې حال کې ده چې ورځ تر بلې د ايران حالت خرابېږي.

که څه هم ايران يو څه موده اقتصادي ساه واخيسته خو اوس بيا د امریکا له بنديزونو سره مخ شو، ددې بنديزونو په لړ کې د پطرولو اخيستل به ايران څخه کم شي، په بهرکې به د ایران بانکي حسابونه بند شي، د طیارو پرذې به هم په ايران نه خرڅېږي.

که څه هم دا بنديزونه ډېر زيات دي خو يوازی د امریکا له طرفه لګول کېږي ددې سره امریکا دا اعلان هم وکړ که څوک د ايران سره معامله وکړي نو دوي به ئی په تور ليست کې واچوي او هيڅ امريکايي سره به معامله او تجارت ونشي کړي.

د ايران ترټولو لوی ملګري روسیې هم نسبتا ددې بنديزونو د عملي کولو هوکړه کړې، د نړي ترټولو لوی د اوسپنې روسي شرکت MMK، لوی د انرژي شرکتونه Lukoil او Gazprom همدا اوس د ايران سره خپل تجارت بند کړ.

اروپايي ټولنې او انګلستان اعلان کړی چي دوي به خپل شرکتونه حمایت کړي او د ايران سره به تجارت ته دوام ورکړي.

د نومبر په مياشت کې به د بنديزونو دوهمه لري پيل شي چې دا به ايران په پوره معنا سره فلج کړي.

خو ددې ټولو سره سره ايران تر دې لويو جنجالونو سره لاس او ګریوان دي چې هغه د ايران د ننه، فساد، دسيستم بندوالي او زوړوالی دی چې نور د کاره لوېدلی دی.

په لومړي درجه ستونزه فساد،داقتصاد ناسالمه رهبري او د سيستم زوړوالی دي، خامنه ايی، سپاه پاسداران، قضا او ميډيا ځان د ملک اصلي څښتنان ګڼي او هيڅ بدلون نه مني، دبدلون هر غږ د ځان په ضد دسیسه او بغاوت ګڼي.

د حسن روحاني تر انتخاب يوه ورځ وروسته هغه په يوه غونډه کې وويل د اقتصاد ۶۰٪ زه نه کنترول کوم نو زه څنګه دا حالت سم کړم، يعنې دا ۶۰٪ خامنه ايي او د هغه په شاوخوا کې حلقه کنترول کوي.

د قضا په سيستم کې هم د خامنه ايي ډله ده دا په دې معنا چې ددې دومره لويې برخې کنترول او پوښتنه کوونکي هيڅوک نشته او داسې څوک نه دي پاتې چې په فساد او رشوت نه وي ککړ شوي، په دي ټولو اصلي مقامونو کې ټول خپل او خپلوان راټول شوي.

پرون د ايران د مرکزي بانک د ريس لومړي معاون د ۳۰ ميليارده ډالرو په فساد ونيول شو،د پخواني ولسمشر احمدي نژاد نه نيولي تر خامنه ايي ټول په لوی فساد کې تر ستوني پورې غرق دي.

تيرکال هم ولسمشر روحاني په يوه غونډه کي ويلي و: په يوه لاس کې ددومره واک ورکول د فساد سبب کېږي که دومره واک سليمان فارسي ته هم ورکړل شوی وی د لارې به وتلی و د روحاني اشاره خامنه ايی او د هغه ډلې ته وه.

نن د ايران ولسمشر د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل چې امريکا غواړي د ايران ملت ووېشی، دولسمشر روحاني په دې خبرو کې د هغه بحران هوا چې ايران به ورسره ژر مخ شی له لرې ښکاري.

د يو طرفه فساد، د‌امريکا سخت بندیزونه،دننه د ايران د يوی خاصي ډلې له لوري د واک او اقتصاد انحصار، په لږکيو ظلم او د هغوي انساني حقوق نه ورکول ددې سره سره د سختې وچ کالی سره مخېدل ايران د لوی داخلی پلان شوی داخلي جنګ خواته وړي.

تبصره وکړئ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د