کله مې پېرزو سې په بمونو ننګرهاره

سردار محمد همدرد

پېښور چې د ادب، فرهنګ او شخصیتونو کور دی او بیا چې کله د جکړې ډګر سو، یوه شاعر یې په ډېره معصومه او هنري لهجه یو شعر ووایه چې مطلعه یې داسې وه.

ما درته ټول عمر د ګلونو ښار ویلی دی

کله مې پېرزو شې په بمونو پېښوره

د افغانستان هر ولایت بېلابېلې ځانګړنې لري. د اغزنې پولې ها غاړې ته څنګه چې پېښور د ادب او فرهنګ ټاټوبی و، په همدې شکل دې غاړې ته ننګرهار د ادب او فرهنګ کور دی. په دې وروستیو کې چې کله زما ننګرهار او د ګلونو هار د ظالم او وحشي دښمن له خوا په وینو رنګ سو، ما کوښښ وکړ چې د ننګرهار او د ګلونو ښار په دې وروستیو دردوونکو پېښو باندې څه ولیکم. همدغه شاعر چې پېښور ته یې شعر ویلی و، د هغه د شعر مطلع ته په ورته سرلیک مې دا لیکنه پیل کړه؛ ځکه چې دا ټوله یوه سیمه ده. غم او ښادي یې ګډه ده.

ننګرهار ته د ادب او فرهنګ زانګو ویل کېده. دغه ولایت د جرګو، مرکو، علمي غونډو، مشاعرو او شخصیتونو کور دی.

ننګرهار له پخوا تر اوسه بېلا بېل شخصتونه ټولنې ته وړاندې کړې دي. دا ولایت په سیاسي، ادبي، فرهنګي او بېلا بېلو برخو کې لوړ شخصیتونه لري. په ننګرهار کې پښتو ژبه او ادب ډېر غوړېدلی دی. ننګرهار د پښتو ژبې، ادب او ملي شخصیتونو ټاټوبی دی.

په دې ځای کې د ننګرهار د یو شمېر شخصیتونو نومونه را اخلم چې له دې جملې څخه ايمل خان مومند، قيام الدين خادم، صديق الله رښتين، دوست شينوارى، موسى شفيق، د ګوشتې مغل خان، نجم الدين اخوندزاده، ميا علي صاحب، مولوي احمد ګل، خواجه رزق الله، مراد علي صاحب زاده، برهان الدين کوشککي، وزير محمدګل خان مومند، اخوند موسى بټي کوټى، ګردي غوث، پاپين خېل، اخوند دروېزه، پوهاند زېورالدین زېور، عبدالرحمان پژواک، شهید عبدالحق، قاري برکت الله سليم، عبدالحق، ملنګ جان، محمد اکبر معتمد، ميا محمد نعيم، محمد امين خوګياڼى، عبدالله بختانى خدمتګار، مجاور احمد زيار، ميا فقيرالله جلال ابادي، ډاکتر ناصر شينوارى، ډاکټر يعقوب شېرزاد، مياشرف ګردي وال، شا فيض الله اغا او مولوي محمد ابراهيم کاموي او داسې نور يې يادولى شم.

ننګرهار د دې شخصیتونو په لرلو د سالک صاحب هغه شعر ډېر په ځای دی چې وايي:

زه چې تذکره د ښکلو وګورم

ټول د ننګرهار وي چې دا ولې وي

په دې وروستیو کې د وحشي داعش مرکز دا د ګلو هار وګرځېد. هغوی خو له وژنو، بېرې او وحشت پرته بل هېڅ نه پېژني. زما د ګلونو هار (ننګرهار) چې د امن او سولې کور و، نه پوهېږم چا نظر کړ.

د هلمند او افغانستان د نورو ولایتونو پر جنازو او ویر مو ډېر وژړل؛ خو د ننګرهار غم دومره دروند دی چې هلمند یې را څخه هېر کړ.

په دې هیله چې دا د ادب زانګو یو ځل بیا د امن، علمي غونډو او د سولې په فضاء کې د نارنج ګل مشاعرې شاهد و اوسیږو.

په درنښت

1
تبصره وکړئ

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
توکل
میلمه
توکل

ای، ستاسی غوندی بدنی فعالان هم د وطن درد لری؟تعجب دی.