د علماؤ اختلافات چي امت یې دړي وړي کړ

احمدمدثر دلسوز

اسلامي نړۍ په تاریخ کي ترټولو بد حالت سره مخ سوېده، کشران او مشران یې له ذلت سره مخ سوي، ورځ تر بلي د زوال په لور روانه ده.

خو اصلي پوښتنه داده چي امت ودې حالت ته ولي او څنګه ورسېد؟

دا پوښتنه شاید ډېر ځوابونه ولري خو اساسي ځواب یې دادی چي امت هغه وخت د ذلت سره مخ سو چي د امت زعماء او علماء خپل مېنځ کي اختلافات پیل کړه.

کله چي پر اسلامي امت باندي اسلامي خلافت حاکم ؤ او بغداد د خلافت مرکز ؤ، لوی لوی علمي مراکز په خورا قوت سره فعاله وه، د مسلمانانو علمي سویه داسي حالت ته رسېدلې وه چي د أروپا څخه به د زده کړو لپاره زده کړیان بغداد ته راتله او دلته به یې د طب، هندسه، ستوري پيژندنه، کېمیا او اسلامیاتو په برخه کي زده کړي کولې، ټولنه له پوره عدالت څخه ډکه وه حاکم او محکوم ته به په یوه سترګه کتل کېده.

د فتوحاتو لړۍ هم د الله ﷻ په نصرت سره په کامیابۍ روانه وه، مسلمانان د برم او عزت و لوړو پوړیو ته رسېدلي وه.

صلیبیان او د هغوی هیوادونه د لویو لویو خواریو او ذلتونو سره مخ وه، د علم څخه دومره لیري وه چي په ټولنو کي به یې هرچا کتاب هم نه پېژانده فقط هغه کسان چي واک به یې په لاس کي وو او یا ددوی دیني علماء او پاپانو له کتابونو سره اشنايي درلوده، دوی چي به کله د مسلمانانو و ترقي او پرمختګ ته کتل او بیا به یې له خپلو ټولنو سره مقایسه کول نو ډېر د مأیوسي حالت به ورباندي راته.

وروسته لدې په دې فکر کي سول چي څرنګه موږ هم خپل ټولنه د ترقۍ او عزت و لوړو پوړیو ته ورسوو او مسلمانان په څه ډول له ذلت او کمزوري سره مخ کړو؟

له ډېر غور او فکر وروسته و دې نتیجې ته ورسېدل چي باید یې د علماؤ ترمېنځ اختلافاتو ته لاره هواره کړو ځکه په اسلامي ټولنه کي رهبري او قیادت د علماؤ په لاس کي دی خو کله چي رهبري او قیادت کي ستونزه موجوده سي او پر ټوټو ټوټو ووېشل سي نو بیا خو به هرو مرو امت هم پر ټوټو وېشل کیږي.

له ډېر اوږده پلان او اوږدې هڅي وروسته پردې کامیابه سول چي د علماؤ ترمېنځ اختلافاتو ته لاره هواره کړي.

نو پداسي وخت کي د فتوحاتو لړۍ بنده سوه، د علمي مراکزو دروازې بندي سوې ، هره ورځ په ښار کي اعلان کېده چي نن د فلاني او فلاني عالم مناظره په فلاني مسجد کي شروع کیږي تاسي دي خبریاست.

مسلمانانو د ترقۍ او اتحاد پرځاي اختلاف او نفاق ته لاره هواره کړه.

نو بیا خو به هرومرو پر اسلامي خاوره باندي صلیبیان یرغل کوي ځکه د مسلمانانو د رعب دروازه (فتوحات) بند سوه او د صلیبیانو سره دومره جرأت پیداسو چي پر اسلامي نړۍ یرغل وکړي ځکه دوی فکر کاوه چي نور په اسلامي نړۍ کي کوم ویښ شخصیت نسته چي دوی سره متحد کړي.

لدې وخت وروسته د مسلمانانو د ذلت شپې او ورځي شروع سوې او دادی نن یې موږ وینو چي مسلمانان له څومره ذلت سره مخ دي، په ټوله اسلامي نړۍ کي داسي له عدل څخه ډکه محکمه نسته چي د عدل فیصله وکړي، مخکي به کفارو خپلي قضیې په اسلامي محاکمو کي حلولې خو اوس مسلمانان خپل مېنځ کي شخړي په کفري محاکمو کي حلوي.

کفارو له موږ څخه علم او عرفان یووړ او خپلي بدۍ یې راته پرېښودې خو موږ بیا برعکس له هغوی څخه بدۍ راوړې او خپل ترقي، علم او پرمختګ مو ورپرېښود.

مخکي به کفارو ددې لپاره چي ټولنیز حقوق یې خوندي وي اسلامي نړۍ ته کوچ کاوه خو اوس مسلمانان ددې لپاره چي ټولنیز حقوق یې خوندي او په أمن کي ژوند وکړي کفري هیوادونو ته کوچ کوي.

مخکي به د مسلمانو ځوانانو کار له کتاب او قلم سره ؤ او د کفري هیوادونو ځوانانو کار به شیطانت او شهوانیت ګرځېدلی ؤ، خو اوس کفري ځوانان له کتاب، قلم، علم او ترقي سره سر وکار لري، اسلامي ځوانان ویده، د ټولني له غم څخه بېغمه او د کفر په دامونو کی ګیر دي.

خو ددې ټولو لامل همدا د علماء تر مېنځ اختلافات وه چي امت یې دړي وړي کړ، له عزت څخه یې ذلت ته، له قوت څخه یې کمزورۍ ته او له عدل څخه بې انصافۍ ته کش کړ، د صلیبیانو و لویو لویو پلانونو ته ددوی د اختلافاتو په سبب زمینه مساعده سوه، اسلامي نړۍ له فقر او غربت سره مخ سوه په مقابل کي یې صلیبیانو د مرستندویه مؤسسو په نامه د مسیحیت فعالیتونه شروع کړل، خپل د خوښي وړ خلګ او حکومتونه یې واک ته ورسول.

همدا علماء چي د انبیاء وارثان دي اوس هم کولاي سي چي په خپل قوي عزم او کلک هوډ سره اسلامي امت و خپل اصلي برم او عزت ته یوسي او د ظالم پر وړاندي د حق چیغه پورته کړي، باطل ته باطل او حق ته حق ووائي، د امت د غمونو او فریادونو لپاره مرهم او دواء واوسي، شخصي او خپلمېنځي اختلافات پریږدي.

نو راځئ اې د امت زعماء او لویانو، د انبیاء وارثینو نور لدې اختلافاتو لاس واخلو، خپل هغه وروڼه چي د یوه الله بنده ګان، د یوه رسول او یوه کتاب پیروان دي، یوې قبلې ته سجده کوي ، هغه وروڼه چي زموږ په څېر سجده، رکوع او لمونځونه کوي د یوه قرآن تلاوت کوي د هغوی له تکفیره لاس واخلو.

دا ټوټې ټوټې امت بیرته و خپل اصلي برم او د کامیابي لوړو پوړیو ته ورسوو، ددې ستړي او ضعیف امت و هر مرض ته شفاء او مریض ته معالج واوسو،د فرعي اختلافاتو له امله یو پر بل د کفر ټاپې ونه وهو، تعصبات پريږدو، خپلي ټولي هڅي د مسلمانانو د یووالي او قوت لپاره په کار واچوو، له فنا في المذهب څخه فنا في الاسلام واوسو او خپلي ټولي هڅي د مسلمانانو د یووالي او قوت لپاره په کار واچوو.

اې علماء اوس نور له خوب څخه د پاڅېدو وخت رارسېدلی، ویښ اوسئ!!!   د امت لپاره مبارزې ته دوام ورکړئ !.

په اوس وخت کي به ډېر سعید او نېکبخته هغه څوک وي چي د مسلمانانو ترمېنځ اختلافات ورک کړي، تعصبات لري وغورځوي، ټول مسلمانان سره یو کړي، د یوه جسد حیثیت ورته غوره کړي، د مذهبي اختلافاتو لاس واخلي، ددې پرځاي چي خپل مېنځ کي اختلاف وکړي او یو پر بل د کفر ټاپې ولګوي، باید خپل پام و اصلي دښمن ته واړوي، ټول سره یو سي په یوه صف کي ودریږي په یوه امام پسي اقتداء وکړي، یو جهاد ، یو سیاست او یوه تګلاره غوره کړي، خپل اصلي دښمن وپېژني د هغه د هلاکت او نابودۍ لپاره پلانونه وسنجوي او د امت د بیدارۍ او پخواني برم د بیرته ژوندي کولو لپاره فکر وکړي.

خو استعمار خپل ټول کوښښ په لاره اچولی، غواړي اسلامي امت نور هم ټوټه ټوټه کړي، خپلمنځي اختلافاتو ته یې وهڅوي او د څو خودغرضه او خودخواه علماء خبرو ته زور ورکړی.

په تاریخ کي مسلمانان هغه وخت واحد قیادت له لاسه ورکړی دی کله يې چي خپلمنځي اختلافات پیل کړي نو بیا مختلیفي ډلي هم پیداسوي او صلیبیانو هم خپل أهداف په پوره ډول ښه تطبیق کړي او خورا ښې پایلي یې دوی ته لرلي.

خو کله چي بیا د امت د بیداري لپاره یو کس پیداسوی نو بیا ورته ددښمن له لوري داسي کسان استخدام سوي چي د تعصب سرطان یې ټول وجود نیولی وي او په فرعی امورو او مسائلو باندي د تکفیر ټاپې وهي، د مشرکینو او کفارو سره تر جنګ د خپل مسلمان ورور سره پر جنګ زیات ټینګار کوي.

د مذاهبو د امامانو ترمېنځ هم اختلافات پېښېدل خو هغوی د یو او بل رأیي ته درناوی درلود، یو او بل یې نه تکفیرول، حق ته ئې غاړه ايښوده، د خپل نظر لپاره ئې تعصب نه کاوه.

امام أبوحنیفه رحمه الله د هغو کسانو په هکله چي لده سره یې اختلاف درلود فرمايي : موږ هغه کسان نه تکفیروو چي قبله ئې له موږ سره یوه ده.

خو د تعصباتو پر بناء باندي بیا هغه اختلافات وه چي امت ئې ټوټې ټوټې کړ، د نړۍ له قیادت او مشرۍ څخه یې محروم کړ، له ذلت او ضعف سره یې مخامخ کړ، ددښمن پر وړاندي ئې ضعیف کړ، په خپلمنځي جګړو ئې مبتلاء کړ، ډېری مسلمانان یې مهاجرتونو ته اړ کړل او د صلیبیانو یرغلونو ته یې لاره هواره کړه.

همدا یې وخت دی چي علماء د خوار امت لپاره یو ستر پاڅون وکړي او د وحدت مزي یې نور هم قوي کړي مزدور حکومتونه ړنګ کړي او د اسلامي نظام د راوستلو لپاره هڅي پیل کړي.

الله تعالی دي دا ذلیله او ټوټې ټوټې امت بیا سره یوځاي کړي، الله دي راباندي ټوله اسلامي نړۍ تر واحد قیادت، واحد بیرغ، واحد شریعت او واحد کتاب (قرآن) تر أصولو او پیروي لاندي د یو حقیقي سرتیري پوځ په درلودلو سره راوویني.

آمین

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د