شعـــــرونه

سوځلې آرمانونه / “عُقابي جانان”

مدرسې مو بمباريږي جماتونه سوځل کيږي
سيپارې په وينو سرې دي قرآنونه سوځل کيږي

طالبان مو وړي زندان ته نبَوي زده کړو په جرم
زمونږ د علم توهين کيږي کتابونه سوځل کيږي

مؤمنان يو پښتانه يو بس همدا زمونږ قصور دی
جائیدادونه مولوټ کيږي زمونږ کورونه سوځل کيږي

تورسرۍ مو شولې کونډې ماشومان مو يتيمان شول
هم د نجونو پت عزت او څادرونه سوځل کيږي

څه عجیبه انقلاب دی څه بې رحمه شان مخلوق دی
زمونږ څاروي هم مُعَاف نشول هم فصلونه سوځل کيږي

د کربوړي ضرورت نشته چې اورته پوکی ورکړي
په يوه تيلي د ژوند ټول آرمانونه سوځل کيږي

په والله ورته حيران عکاسي يې څنګه وکړم
د سپېڅلو شهيدانو جسدونه سوځل کيږي

“عُقابي جانانه” څوک مو شاعري هم زغمی نشي
چې پرې حق ليکو زمونږه قلمونه سوځل کيږي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx