راسِخه مَلَکه

شاعر: عبدالقديم نظام

چې مينه شي په زړونو کې راسِخه مَلَکه
خوندونه شي دردونو کې راسِخه مَلَکه

چې عِشَق يې پر وينه باندې دم د ايثار وکړي
جذبه شي په رګونو کې راسِخه مَلَکه

قدم ږدي پر اغزو باندې خبر هم وي په دې چې
ده څړيکه په زخمونو کې راسِخه مَلَکه

مئينې يې دي حورې د پرهر پر غاټول ځکه
ښکلا ده په ګلونو کې راسِخه مَلَکه

د چا وي کار تړل د محبّت په تار د زړو
د چا وي نفرتونو کې راسِخه مَلَکه

د چا وي مهارت په سرټيټي او غلامي کې
د چا وي ګوزارونو کې راسِخه مَلَکه

ټکور د درمند زړه وي ځکه شعر د نظام
لري په غزلونو کې راسِخه مَلَکه