د الصافات د مبارکي سورې په هکله لنډ معلومات

عبدالمالک همت

د « الصافات» سوره د عثماني مصحف د ترتيب په حساب ، يعني په تلاوت کي (۳۷) سوره ده، د قرآن کريم د سورتونو د نزول په حساب (۵۶) سوره ده، (۱۸۲) آيتونه او (۵) رکوعي لري. دا سوره د (الانعام) ترسورې وروسته او د لقمان تر سورې دمخه نازله سوې ده او ټوله مکي ده.

د دې سورې د نوموني لامل :

د دې سورې مشهور نوم « الصافات» دی او په دې نامه د تفسير او نبوي سنتو په کتابونو او مصاحفو کي نومول سوې ده، خو له نبي صلی الله عليه وسلم څخه يې د نوموني په هکله څه نه دي ثابت سوي او د « الصافات» په نامه ځکه نومول سوې ده چي د لوی څښتن سبحانه د هغو بنده ګانو ذکر(يادونه) وسي چي په ملأ الأعلی(د مقربو او د لوړمقام درلودونکو ملايکو په پاسنۍ نړۍ) کي اوسي او دا هغه سپېڅلي ملايکي دي چي د لوی څښتن د عبادت لپاره په صفونو کي ولاړي دي او هغه سبحانه ته، عجز او خضوع کوونکي او غاړه ايښوونکي دي، تل لمونځونه کوي او د الله تسبيح وايي، د الله عبادت هيڅ نه پرېږدي او دې ته انتظار باسي چي الله امر ورته وکړي او دوی يې تر سره کړي.

امام علي المهايمي رحمة الله عليه په خپل تفسير (تبصير الرحمن وتيسير المنان) کي وايي:” الصافات سوره ځکه په دې نامه نومول سوې ده چي کوم آيت د دې سورې په سر کي راغلی دی د ملايکو پر هغو صفتونو مشتمل دی چي د هغو الهيت (خدای توب) نفي کوي او په دې توګه د هغو ټولو د الهيت (د خدای والي) صفت منتفي کيږي چي تر دوی کښته دي او په دې توګه دا خبره د الله پر توحيد دلالت کوي، چي دا د قرآن کريم له ډېرو لويو موخو څخه باله سي“. او امام برهان الدين بقاعي په (مصاعد النظر للإشراف على مقاصد السور) کي وايي :” دغي سورې ته (الزينة) هم وايي“. او دا ښايي په دغه سوره کي د لوی څښتن له دې وينا څخه اخيستل سوی وي:

﴿إِنَّا زَيَّنَّا السَّمَاءَ الدُّنْيَا بِزِينَةٍ الْكَوَاكِبِ (6)﴾ [ الصافات:۶].

ژباړه: موږ (له آسمانونو څخه) هغه آسمان چي ځمکي ته (تر ټولو) نژدې دی

د (هغو) ستورو په ښکلا ښکلی کړی دی (چي د ځلېدونکو غميو غوندي ښکاري).

د دې سورې چورليځی (محور) او بنسټيزه موضوع :

زياتره شرعي اوامر داسي دي چي حکمت يې ښکاره او څرګند وي، خو د اسلام معنا د الله امر ته غاړه ايښوول او تسليمېده دي، که څه هم موږ ته د دغه امر حکمت نه معلوميږي، نو که موږ د لوی څښتن د کوم امر په حکمت نه پوهيږو موږ ته نه ښايي چي سرغړونه ځني وکړو، بلکي دغسي امر ته هم هرومرو بايد غاړه کښېږدو.

دغه خبري په دې سوره کي له دغو ټکو څخه څرګنديږي:

په دې سوره کي په دنيا او آخرت کي د انسانانو د دريځونو په اړه څرګندوني راغلي دي، چي دا څرګنده سي چي څوک په دې دنيا کي په خپله خوښه الله ته د تسليم غاړه کښېږدي هغه به په آخرت کي له بری موندونکو څخه وي او څوک چي په دې دنيا کي د الله امر ته نه تسليميږي، نو هغه په دنيا کي د الله تقديري امر ته او په آخرت کي د الله عذاب ته هرومرو په ذلت او سپکاوي تسليمېدونکی دی.

په دې اړه د دې سورې فقرات :

لومړی: په دې سوره کي لوی څښتن سبحانه ته په مطلقه خضوع، غاړه ايښوولو او تسليمېدو سره د ملايکو ستاينه ټولو انسانانو ته يو مثال دی او په دې مثال او بېلګې راوړلو سره دوی ته ښوول کيږي چي په دې نړۍ کي الله ته په خپله خوښه او اراده تسليمېده واجب او لازم باله سي. هسي نه چي پر هغه دنيا له تسليمېدو څخه غاړه غړوونکي کسان الله ته له ناچارۍ په ذلت او سپکاوي وړاندي او تسليم کړی سي او هغه ډله چي پر دې دنيا غاړه ايښوونکي وه جنت ته ولاړه سي او هغه چي په دنيا کي يې له تسليمېدو څخه سرغړولی وي دوږخ ته ننوزي : [۱ تر ۷۰ آيته].

دوهم: په دې سوره کي بله خبره دا سوې ده چي په دنيا کي الله جل جلاله ته په خپله خوښه په تسليمېدو سره ازميښت يوه عامه او جاري کړنلار(سنت) ده چي پيغمبران عليهم السلام خپل قومونه ورسره مخامخ کوي، چي له امله يې بالاخره د دوی قومونه پر دوو ډلو وېشل کيږي چي يوه يې غاړه ايښوونکې او په دې او هغه دنيا کي بريالۍ او ژغورلې ده او بله يې متکبره او په دې او هغه دنيا کي تاواني ده. البته د دې تر څنګ د دې خبري يادونه هم سوې ده چي د الله ساتنه او پېرزوينه هيڅکله له هغو مومنانو څخه چي په حقيقت سره صبر کوونکي او د الله قدري او شرعي امر ته غاړه ايښوونکي وي نه ده سپمول سوې. همدا د دوی امام او پيغمبر ابراهيم عليه السلام دی چي د الله په طاعت کي بې له دې چي په حکمت يې وپوهيږي د لويي ازمويني سره مخامخ سو. هغه د خپل زوی اسماعيل عليه السلام سره د هغه د حلالولو موضوع شريکوي چي مشوره ورسره وکړي او الله سبحانه ته د مطلقي او بې له چون او چرا غاړي ايښوولو او خضوع او طاعت په ثواب کي يې شريک کړي (او دا خبره د دې سورې بنسټيزه موضوع او چورليځی دی : الله ته بې له قيد او شرطه تسليمېده) او د دې ترڅنګ ورکلاري مستکبران له هغه برخليک څخه وېرول سوي دي چي په مخکنيو ولسونو کي د دوی غوندي کسان ور سره مخامخ سوي دي : [۷۱ تر ۱۴۸ آيته].

درېيم: د سورې په وروستۍ برخه کي بيا د لوی څښتن په وړاندي د ملايکو مقام او حيثيت بيان سوی دی او ويل سوي دي چي دغه ملايکي يوازي خاضعي او غاړه ايښوونکي او د هغوی د پالونکي پاکي بيانوونکي موجودات دی او د مشرکانو د دې ګومان په اړه چي د الله او د هغه د مخلوق (پيرانانو) په منځ کي دوستي او نژدېکت سته د لوی څښتن پاکي او منزه والی بيان سوی دی او دا ويل سوي دي چي د الله هغه وعده چي د خپلو نده ګانو سره يې د هغو د بري او غلبې په اړه کړې ده هرومرو پلې کيږي او مستکبران او سرغړوونکي به په عذاب او خواري اخته کيږي: [۱۴۹ تر ۱۸۲ آيته].