
بي ضميره او بي شرمه چارواکي
نن ټکی اسیا – سرلیکنه:
نیویارک ټایمز ورځپاڼې په خپلې وروستۍ ګڼه کې د ګد حکومت په اړه یوه شرموونکې تبصره خپره کړې ده.
په یادې تبصرې کې یې د ګډ حکومت چارواکي بي ضمیره او بي شرمه چارواکي بللي دي.
ورځپاڼې په خپلې تبصرې کې افغانستان ته د جنرال دوستم فاتحانه برګشت او په وړاندې یې د حکومت د عدلي او قضايي مراجعو بیوسي ارزولې چې څرنګه په اخلاقي جرمونو تورن دوستم د دولتي چارواکو لخوا استقبالیږي.
د حکومتي چارواکو په اړه د امریکايي رسنیو دغه ډول څرګندونې او د هغو په وړاندې د دوی چوپتیا له شکه پرته چې د یادو چارواکو په ډیر مجبوریت دلالت کوي ، هغه ذلتباره مجبوریت چې د خپلې فاسدې واکمنۍ د بقاء لپاره یې پرځان تیروي.
هغه حکومت چې د تأسیس له پیله یې افغانستان په اداري فساد، د مخدره توکو په زیاتوالي، فقر، بیکاري او ټولو بدمرغیو کې د نړۍ په کچه لومړی مقام خپل کړی دی.
هغه حکومت چې د هغه په دفاع کې وژل شوي سرتیري د وژل کیدو په ځای کې بوی وکړي خو دوی یې د را اخیستلو او پاللو توان نه لري.
دغه ډول حکومت او چارواکي ریښتیاهم چې بي ضمیره ، بي وجدانه او بي شرمه چارواکي دي.
بي شرمه په دې دي چې دا لومړی ځل نه دی چې هغوی د خپلو ولي نعمتانو (امریکایانو ) لخوا په دغسي سپکوسپورو نازول کیږي !!! ؛ بلکې تر دې وړاندې هم ورباندې امریکايي رسنیو د غلو، منفورو او مزدورو چارواکو القاب پیرزوکړي دي.
تیرکال د می په ۲ نیټه واشنګټن پوسټ ورځپاني هم ګد حکومت یو منفور، فاسد او لاسپوڅي حکومت بللي وو.
او تر هغه وړاندې په ۲۰۰۷ کال کې ګارډین برتانوۍ ورځپاڼې ( پر افغانستان د خرو حکومت) تر سر لیک لاندې خپله سرمقاله لیکلې وه خو د حکومت همدا بي شرمه چارواکي هیڅ د دې جرئت نه لري چې د بهرنیانو د دغو ګستاخیو په وړاندې غبرګون وښیي.
ځکه دوی پوهیږي چې د بقاء او فناء مرجع مو همدا بهرنیان دي نه خپل ولس او درانه افغانان.
که همدا نن مو له سره د بهرنیانو د حمایت لاس پورته کیږي په هماغه لحظه به د خپل ولس له لوري د خپلو کړیو بي شرمیو له وجي د عدالت محکمي ته راکش کیږو…