fbpx

لغمان: پولیسو یو لاریونوال وژلی، پنځه يې ټپيان کړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۸زمري، ۱۳۹۷ل): د لغمان ځايي چارواکي وايي د دې ولایت په مرکز مهتر لام کې د پولیسو له لوري پر لاریونوالو ډزې وشوې، چې شپږو تنو ته يې مرګ ژوبله واړوله.

پولیسو وروسته له هغه پر لاریونوالو ډزې پیل کړې، چې هغوی پر دولتي ودانیو د تېږو وارونه شروع کړل.

دغه لاریون د ولایتي شورا د غړي عزیز الله د ساتونکو له لوري د یو ولسي وګړي له ډبولو وروسته د هغه پر ضد را پیل شو.

عیني شاهدان وايي پولیسو یو تن لاریونوال وژلی او پنځه نور يې ټپيان کړي دي.

تر اوسه نه ده څرګنده چې د ولایتي شورا غړي ولې ولسي وګړي ډبولی دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د