چین د نړۍ تر ټولو چټک سوپر کمپیوټر جوړ کړی/ ویډیو او انځورونه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۸ زمری، ۱۳۹۷ل): چینایي ساینس پوهانو د نړۍ تر ټولو چټک سوپر کمپیوټر «Sunway» جوړ کړی، چې له دې وړاندې به ټولې سوپر کمپیوټرې شاته پریږدي.

په ایف سي ۱۶ کانفرانس کې چې په جرمني کې تنظیم شوی و د نړۍ تر ټولو ۵۰۰  چټکو کمپیوټرو لست وړاندې شو، په دغه لړ کې د چین سوپر کمپیوټر لومړی مقام خپل کړ.

دغه کمپیوټر ته Tianhe-3 یا TH-3 (Sunway) نوم ورکړل شوی دی، له دغه سوپر کمپیوټره به په ساینسي او طبي څیړنو کې ګټه اخیستل کیږي.

چین په دغه کانفرانس کې د يو داسې نوي سوپر کمپيوټر څخه پرده پورته کړه چې کولای شي په يوه ثانيه کې تر ۳۳.۸۶ ډریلین نه زياتې حسابي معادلې ترسره کړي، دغه کمپیوټر به په یوه وخت د ۱۳۰۰ساینسپوهانو او انجینرانو په مرسته پر مخ ځي، په دې کمپيوټر ۳۹۰ ملیونه ډالره لګښت شوی، او په دې کې ۳ ملیونه پراسیسرې ځای پر ځای شوي دي.

ددغه کمپیوټر ماشین یخ ساتلو لپاره په دې کې د یخوالي نوی سیستم جوړ شوی، او ورسره پاور سپلای هم موجوده ده، چینایي ساینسپوهان وایي چې دغه سوپر کمپیوټر به ۲۰۲۰م کال پورې د کار جوګه وګرځي.

ددغې سترو کمپیوټرونو په سر کې لومړی چین دی چې ۲۰۶ سوپر کمپیوټرې امریکا ۱۲۴، جاپان ۳۶، جرمني ۲۶، برطانیې ۲۲ او فرانس ۱۸ جوړې کړې دي.

له دې وړاندې هم چین هېواد د Tianhe-2 او Tianhe-1 سوپر کمپیوټرې وړاندې کړي، چې په دې لیست کې جاپان، امریکا او یو شمېر نور هېوادونه هم شامل دي.

ویډیو:

تبصره وکړئ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د