د امریکا دفاع وزیر هم د سوله‌ییزو هڅو پخلی وکړ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۸زمري، ۱۳۹۷ل): د امریکا دفاع وزیر جیمز مټیس ویلي، په افغانستان کې د جګړې د ختمو لپاره د سولې هڅې روانې دي.

هغه وړمه ورځ په پنټاګون کې خبریالانو ته وویل، د سولې اړوند مقدماتي هڅې روانې دي، خو دا چې طالبان د خبرو اترو مېز ته کېني، یو څه لار لا پاتې ده.

مټیس وویل له افغان حکومت سره يې کار کړی، مرستې يې ورسره کړې او د سولې په برخه کې به يې هم یوازې نه پرېږدي.

د امریکا دفاع وزیر وروسته له هغه دا څرګندونې کوي، چې تېره ورځ داسې راپورونه هم خپاره شول چې چین هم له طالب مشرانو سره د سولې اړوند کتلي دي.

د جګړې د پای ته رسولو او د سولې اړوند هیلې هغه وخت پیاوړې شوې، چې سپېنې ماڼۍ خپلو ډيپلوماټانو ته له طالبانو سره د مخامخ خبرو امر وکړ.

له هغه وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیس ویلز په قطر کې له طالب مشرانو سره خبرې وکړې، چې اجراییه رییس عبدالله عبدالله يې هم تایید او هرکلی وکړ.

تېره ورځ محمد اشرف غني هم په کاپیسا کې د سفر پر مهال وویل چې را روان اختر کې هم د اوربند نیت لري.

په تېر اختر کې افغان حکومت د روژې له اوه ویشتمه د اختر تر پنځلسمه اوربند اعلان کړ، چې طالبانو هم د اختر دریو ورځو کې د اوربند اعلان وکړ.

د امریکا دفاع وزیر د جنوبي اسیا لپاره د امریکايي ستراتېژۍ د بریا دعوه هم وکړه، په داسې حال کې چې سیاسیون او شنونکي يې بشپړه ناکامه بولي او ټرمپ يې د بیا کتنې هوډ لري.

تبصره وکړئ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د