پر ډېورنډ کرښه ۶۰ زره پاکستاني پوځيان او د دفاع وزارت څرګندونې

پر ډېورنډ کرښه، پاکستاني عسکر

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۸زمري، ۱۳۹۷ل): څو ورځې وړاندې د بلومبرګ په نوم امریکايي خبري اژانس د پاکستاني پوځي مسؤلینو په حواله راپور ورکړ، چې پر ډېورنډ کرښه يې ۶۰ زره پوځيان ځای پر ځای کړي دي.

هغه وخت افغان پوځي مسؤلینو څه ونه ویل، خو تازه د دې وزارت مطبوعاتي سرپرست محمد رادمنش ازادي راډيو ته د دې راپور اړوند ګونګې څرګندونې کړې دي.

رادمنش نه د پوځیانو ځای پر ځای کول تایید کړي نه يې هم رد کړی دی، خو څرګندونو کې يې غیر مستقیم د دې راپور تایید کړی دی.

هغه ویلي: «کله وايي چې ۶۰ زره پوځیان ځای پر ځای کو، کله خندقونه کېندي او کله هم اغزن سیم تېروي، خو د تروریزم پر وړاندې عملي ګامونه نه اخلي.»

رادمنش نه دي ویلي چې د پاکستاني پوځیانو له لوري د پوځي حرکاتو، اغزن سیم او خندق کېندنې په اړه دوی څه کړي، خو ويلي يې دي چې پاکستان باید پخپله خاوره کې «ترهګر» له منځه یوسي.

پاکستان سره له دې چې پر ختیځو ولایتونو يې وخت ناوخت راکټ توغولي، د ډېورنډ کرښې په اوږدو کې په ګڼو ولایتونو کې تر صفري نقطې هم را اوښتی دی.

سره له دې چې افغان حکومت او د «لوی افغانستان» په نوم د بنسټونو فعالان د حکومت له لوري د ډېورنډ رسمیت نه مني، خو تر دې کرښې د اوښتو پر وخت د وېزې اړتیا، پر کرښه کېندنې، اغزن سیم او اوس تازه پوځي ډېرښت په اړه يې څرګندونې قانع کوونکې نه دي.

پاکستاني پوځيانو یوازې دومره ویلي چې پر ډېورنډ کرښه يې ځکه پوځي حرکات پیاوړي کړي چې د «ترهګرو» مخه نیول غواړي.