سامسنګ «ګلیکسي نوټ ۹» مبایل رسما وړاندې کړ، د پام وړ ځانګړتیاوې او انځورونه

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۹ زمری، ۱۳۹۷ل): د سامسنګ مشهورې کمپنۍ د نوټ سیریز نوی په زړه پورې ځانګړی ځیرک فلیګ شپ مبایل «ګلیکسي نوټ ناین» د پنجشنبې په ورځ د اګست په نهمه رسما وړاندې کړ.

له ډيرې مودې راهیسي د سویلي کوریا مشهورې بريښنايي کمپنۍ سامسنګ د نوټ سیریز دغه نوي ځیرک مبایل یادونه کوله چې له وخت وړاندې یې ویډیو، انځورونه او ځینې ځانګړتیاوې هم افشا شوې وې.

اوس سامسنګ رسما دغه نوی ځيرک مبایل د امریکا په نیو یارک ښار کې د یوه ستر کانفرانس له لارې ددې ځانګړتیاوې، بازار ته راوتلو نېټه، بیه او نور هر څه د نړۍ پر مخ وړاندې کړل.

دغه مبایل د سامسنګ په تاریخ کې لومړی مبایل دی چې تر ټولو ستره ډیسپلی او سکرین، تر ټولو زیاته حافظه او بیترۍ، او تر ټولو ستر ریم درلودونکی مبایل دی، همدا ډول ددې نوي ځیرک مبایل ایس پين «قلم» هم نوې ځانګړتیاوې لري.

ځانګړتیاوې:

ګلیکسي نوټ ۹ ځیرک فلیګ شپ مبایل ۶.۴ انچه ستره سوپر امولیډ، کواډ ایچ ډي پلس ۲۹۶۰-۱۴۴۰، ۱۸.۵:۹ ریشو انفینټي ډیسپلی لري، دا په لومړي ځل د سامسنګ په مبایل کې دومره ستر سکرین لرونکی مبایل وړاندې کیږی.

دغه مبایل اوسمهال یو نړیوال او بل امریکایي او چینایي ورژن وړاندې کړل، چې نړیوال ورژن یې ۶۴ بیټ، د اوکټا کور سامسنګ ایکساینوس ۹۸۱۰ چیپ پیاوړی پراسیسر لري، دویم امریکايي او چینایي ورژن چې د سنیپ ډراګون اوکټا کور کوالکوم ۸۴۵ پیاوړی او چټک پراسیسر په کې ځای پر ځای شوی.

ددغې ځیرک مبایل حافظه د سامسنګ تر نورو تېرو ټولو مبایلونو غوره ده، دغه مبایل له دوه ورژنو سره وړاندې شوی، یو یې ۸ جي بي ریم او ۵۱۲ جي بي حافظه لري، دویم یې ۶ جي بي ریم او ۱۲۸ جي بي حافظه لري، دغه دواړه مبایلونه د ۵۱۲ جي بي میموري کارت اخیستلو وړتیا هم لري.

دغه مبایل د سامسنګ په تاریخ کې تر ټولو په زړه پورې زیات وخت بیټرۍ لرونکی مبایل دی چې ۴۰۰۰ ملي امپيره  mAh بیټرۍ لري، دا د سامسنګ تر ټولو زیات مهال لرونکې بیټرۍ ده چې د دغه مبایل یو له نویو په زړه پورې ځانګړتیاو څخه ده.

ګلیکسي نوټ ناین د انډرایډ اوریو ۸.۱ چټک سیستم لري، مخکې ویل شوي وو چې دغه ځیرک مبایل به د سکرین پر مخ فنګر پرنټ/ګوتې کولپ ځای پر ځای کړي خو اوس څرګنده شوه چې فنګر پرنټ یې شاخواته د کامرو لاندې ورکړل شوی، همدا ډول په څلورو مختلفو رنګونو وړاندې شو.

ددغې مبایل ایس پين «S pen» یو شمېر نوې ځانګړتیاوې لري، په دې کې یوه تڼۍ ورکړل شوې چې د کامرې پرانیستل، له مخې څخه شاته او له شا څخه مخې ته اړول، د سکرین بندول او یو شمېر نورې ځانګړتیاوې لري.

سربېره پر دې د اوبو ضد، چټک چارجنګ، چټک وایرلس چارجنګ، اضافي میموري کارت او د 3.mm جیک ګوشکي ځانګړتیاوې هم لري، که له ۵۱۲ جي بي حافظې سره د ۵۱۲ جي بي اضافي میموري کارت زیات شي نو مبایل به ۱ ټي بي حافظه ولري چې حیرانونکې ده.

کامره:

ګلیکسي نوټ شا خواته دوه کامرې لري چې هره یوه یې ۱۲ میګاپيکسله ده، خو د نورو مبایلونو په پرتله ډيره پراخه او چټکه ده، ځکه چې دا دوه پیکسلې AF,f/1.5 او f/2.4, OIS د ۱۰x ډیجیټل زووم لري، چې د مخ خواته یوه ۸ میګاپیکسله f/1.7 کامره لري، ویل کیږي چې د نوټ ناین او ایس ناین کامرو ترمنځ ډیر لږ توپیر موندل کیږي.

د خرڅلاو نېټه:

سامسنګ ګلیکسي نوټ ناین د اګست میاشتې په نهمه نېټه رسما وړاندې شو چې بازار ته به د خرڅلاو لپاره په ۲۴م اګست وړاندې شي.

بیه:

لکه څنګه مو چې وویل دغه ځیرک مبایل دوه ورژنه لري نو هر یو یې بېله بیه لري، د ۶ جي بي ریم او ۱۲۸ جي بي حافظې لرونکی مبایل په ۹۹۹ امریکایي ډالره، او د ۸ جي بي ریم او ۵۱۲ جي بي حافظې لرونکی مبایل ۱۲۴۹ امریکایي ډالره نرخ لري.

که له یوه اړخه ځینې مینوال یاد مبایل د تېرو نوټ ۸ او ایس ۹ کاپي بولي خو له بل اړخه یاد مبایل د سامسنګ په تاریخ کې په لومړي ځل ستره ډيسپلی، پیاوړی ستر ریم، زیاته حافظه او زیاته بیټرۍ لري چې تر ټولو زیات مهم دي.

تبصره وکړئ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د