راشد خان د کرېکټ سربېره «خیریه ټولنه» هم جوړه کړه

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۹ زمری، ۱۳۹۷ل): د افغانستان ملي لوبډلې سوکه توپ اچونکي او ګوګلي ماسټر راشد خان د کرېکټ کولو ترڅنګ په افغانستان کې خیریه ټولنه جوړه کړه.

د نړۍ په کچه لومړی مقام لرونکي توپ اچونکي پخپله فیسبوکپاڼه کاږلي چې نوموړي د هېوادوالو لپاره د خیر او نیکۍ ګام پورته کړ، تر څو ځپلي افغان ولس ته تر خپل وسعه مرسته ورسوي.

نوموړي پر خپله فیسبوکپاڼه لیکلي: (ستاسو د دوعا په برکت مې د خپل ګران هېواد او هېوادوالو لپاره د خیر یو بل ګام اوچت کړ، د “راشد خان خیریه ټولنه” مې جوړه کړه).

د راشد خان په وینا چې یاده ټولنه به په اول قدم کې افغان یتیمانو د پالنې او تعلیم لپاره کار کوي، ورسته به بیا په روغتیایي، د پاکو اوبو رسولو او نورو بشري برخو ته فعالیت غځوي.

نوموړی د خپلې کامیابۍ راز د افغان غریب ولس او په ځانګړي ډول دده مینوالو ته ورکوي، چې ددوی له برکته دغې مقام ته ورسېد.

۱۹ کلن ځوان زیاتوي: (د ګران هېواد او خپلو خلکو په مرستې او دعاوو دې ځای ته ورسېدم، اوس یې وخت دی چې د خپل وس مطابق له خپلو خلکو سره مرسته وکړم).

د راشد خان دغه کار پر ټویټر دده د تجارتي لیګونو لوبډلو، لوبغاړو او یو شمېر مینوالو لخوا هم وستایل شو.

راشد خان اوسمهال په انګلستان تجارتي سیالیو کې د درې نورو افغان لوبغاړو په ګډون لوبیږي چې تر دې دمه ښه ځلیدلی دی.

یاده دې وي چې له دې وړاندې د افغانستان ملي توپوهونکي کریم صادق هم د بېوزلو او غریبو سره د مرستې په پار خیریه ټولنه جوړه کړې وه چې د یو شمېر بېوسو کورنیو مرسته یې هم کړې ده.

تبصره وکړئ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د