عاجل خبر: طالبانو د غزني ښار ډیرې برخې ونیولې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۹ زمری، ۱۳۹۷ل): له غزني ښار څخه راپورونه وایي چې تېره شپه طالبانو له څو خواوو په دې ښار برید کړی او د ښار ډیری سیمې یې تر خپل کنترول لاندې راوستي دي.

نن ټکی اسیا ته د رسیدلیو معلوماتو له مخې طالبانو د غزني ښار پي آر ټي، امنیه قومنداني، بالاحصار او اکثره حوزې نیولي او حکومتي ځواکونه یې ترې شړلي دي. ویل کیږي چې په امنیه قومندانۍ کې دولتي عسکرو ته درنه مرګ ژوبله هم رسیدلې ده. خبر وایي اوس د ولایت په مرکز جګړه روانه ده او په ښار کې ډیری  حکومتي مراکز  طالبانو تر خپل کنترول لاندې راوستي دي.

د غزني ښار ته د طالبانو د داخلیدو خبر داسې مهال ورکول کیږي چې د دې خبر د لیکلو تر وخته نه یوازې حکومتي چارواکو د غزني په تازه حالاتو څه نه دي ویلي بلکې داسې ښکاري لکه حکومتي رسنۍ چې هم له دې سترې پيښې نا خبره وي. د غزني د تازه حالاتو په اړه به نور جزئیات وروسته درسره شریک کړو. . .

2
تبصره وکړئ

avatar
1 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
شهاب
میلمه
شهاب

خدایه نصرتونو کی احسان کوه
نور مو د زخمی زړونو درمان کوه

ستا د الوتکو انتظار کوو
طيراً ابابیل نی بمباردمان کوه
نور مو د زخمی زړونو درمان کوه

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

شهاب صاحب ! الله ج دی ستاسی ښکلی دعا ګانی د شعر په ژبه قبولی کړی زه باور لرم چه منی یی ځکه اوسنی جنګ د الله ج او د شیطان د پلویانو او لا دا دحق او باطل یا د عیسی او دجال حګړه ده الله ج د مجاهدینو د بریا د پاره د مجاهدینو ایمان شرط ټاکلی [ فرمایی تاسی بریالی یاست که ایمان لری ] دا یی نه دی ویلی چه ډیری وسلی ، ټانکونه او الوتکی ولری . دا اوس مجاهدینو له پورونو مجاهدینو ډ زمکی او اسمان توپیر ځکه لری چه د دوی مشرتابه ایمان… نور لوستل »