وقاد: حکمتیار د سنا د غړيتوب ژمنه ماته راکړې وه

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۹زمري، ۱۳۹۷ل): د حزب اسلامي او د سولې شورا غړی قاضي محمد امین وقاد وايي، حکمتیار هغه ته د سنا د غړیتوب ژمنه ورکړې وه، خو ‏پر ځای يې خپل زوم معرفي کړ‎. ‎

قاضي محمد امین وقاد چې له یو خصوصي تلویزون سره خبرې کولې وویل، د حزب اسلامي ګوند تاسیس ده کړی خو ‏حکمتیار ته يې فرصت ورکړ، هغه ځان پرې کلک کړ او څو لسیزې يې امتیازات واخیستل‎. ‎

وقاد چې پرلپسې يې تکراروله، پخپله د کور کرایه نه لري، خو حکمتیار د دفتر، تبلیغاتو، ساتونکو او نورو منډو ترړو لپاره ‏شواخوا ۶۰زره ډالر مصرفوي‎. ‎

هغه وویل: «حکمتیار صاحب له ما او د لوګر له استاد علي سره ژمنه کړې وه، چې تاسې سنا ته معرفي کوم، خو یو وترنر ‏يې معرفي کړ.»‎

وقاد وویل، تر تېرې روژې پورې په همدې هیله د حکمتیار په جلسو کې شریکېده، خو له هغه وروسته يې ورسره اړیکي ‏پرې شوې دي‎. ‎

قاضي محمد امین وقاد دا هم وویل چې د «جوانان مسلمان» له وخته يې حکمتیار په څنګ کې پاتې شوی، خو اوس دومره نه ‏شي کولی چې پر خپلو مصارفو یو زر ډالر نور اضافه کړي او د ده ګوزاره هم ورسره وشي‎. ‎

هغه ومنله چې د حکمتیار له جدي او ځانغښتونکي موقف له امله د حزب اکثریت کدرونه محروم دي‎. ‎

ښاغلي وقاد د ټولو ګېلو تر څنګ د حکمتیار او ناټو د جګړې په اړه څه ونه ویل، خو د هغه راتګ يې وستایه‎.‎

د ده په وینا حکمتیار اوس یو ادرس شوی دی، ښه موقف کې دی، خو ټول سیاسي، اقتصادي او نور فعالیتونه يې پر ‏ځان او خپلوانو را ټول کړي دي‎. ‎

وقاد د طالبانو په اړه هم وویل، چې که له حکومت سره یو ځای شي، نو په دولتي ادارو کې پراخ فساد او د مخدره توکو ‏تولید، کښت او قاچاق به له صفر سره ضرب شي. ‏

حکمتیار له خپله ادرسه تر اوسه د خپل دې ملګري د ګیلو او شکایتونو په اړه څه نه دي ویلي‎. ‎

ګلبدین حکمتیار له ګډ حکومت سره د توافق پر اساس کابل ته راغی او د کور په ګډون يې ټول لګښت همدا حکومت ‏ورکوي.‏

avatar
7 د تبصرو شمېر
5 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
ابوالوفاء
میلمه

حکمتيار وروره، ګوره چي دغه قاضي او ده غوندي نورو ته يوه روبۍ هم ور نه کړې. پيسې به ته له امريکايانو څخه اخلې، غاړي به ستا په بندي وي او ور کوې به يې دوی ته؟! ته خو خبر يې چي دوی تر تا څو کاله دمخه له امريکايانو او حکومت څخه څوني پيسې او چوکۍ اخيستي دي؟ اوس چي تا د پيسو اخيستلو ته تازه يو لار پيدا کړې ده نو پر تايې نيت بد دی! بس که زما منې چټک يې له حزبه وباسه. او امريکايان چي تاته هر څومري چو کۍ درکوي د سياف صاب او… نور لوستل »

شهاب
میلمه
شهاب

یا الله توبه, ذلت او عزت له تاسره دی. ددی خلکو پرونۍ وعدی او دبدبی او نن د زر ډالرو او سنا کي د چوکۍ ارمان!!!
زړه می درباندی وسوو

توکل
میلمه
توکل

حکمتیار اغا په زومانو بیخی سر ورکوی- دایی نه اوله ده نه اخره- حزب اسلامی یی تر زومانو قربان کړ.
زه تعجب په دا وقاد خیلو او دوی ته ورته کوم دوی تر اوسه هم عبرت ندی ا خیستی او ورپسی دی-

محمدابراهیم
میلمه
محمدابراهیم

محترم وروره! محترم قاضی صاحب وقاد لوړ شخصیت لری دا چی خپله د رهبری دعوه کوی چی دی د حزب رهبر وه نو بیا خو د ثنا غړیتوب او یا د زر ډالرو خبره که رښتیا اوسی د دوی له شان سره لازمه نه ښکاری ولی دی یو دروند جهادی شخصیت دی او بل دا چی دی ډیره مهمه وظیفه لری د سولی دشورا غړی دی او نن سبا د سولی غټ ضرورت دی نو دی باید خپله توجه هغی خواته واړه وی. نه داسی خبرو ته او بل که رښتیا ووایو کومه قربانی چی د حکمتیار صاحب زوم ورکړی… نور لوستل »

غلام حضرت
میلمه
غلام حضرت

زه فقط هغه احادیث منم کوم چه د قرآن او فطرت او عقل او عینی واقعیتونو او ورځنی چارو سره کاملاً مطابقت ولری. د ښکلو او عبرت بښونکو احادیثو څخه یو دادی چه: هر هغه څوک چه د جاه او جلال او کوم منصب د لاسته راوړلو پخاطر ځان پر خلګو وتپی او د خدمت انګېزه او نیت ونلری نو هغه څوک به د سخت ذلت سره مخامخ شی. صدق رسول الله( ص). ځکه صَدَقَ چه د تاریخ په اوږدو کی مو حد اقل پخپل هیواد کی دا ډول ترخه واقعیتونه ولیدل او وینو ئې او وبه ئې وینو. وقاد… نور لوستل »

جلال
میلمه
جلال

هغه وقاد چه زه پیژنم او له نزدی یی پیژنم ، ډير بی غیرته او بی مروته انسان دی زه یی په هماغه کور کی چه بهارستان سینما په مخالف سیمه کی قرار لری میلمه ووم ، ما تری د کابل او غلامی اداری په آړه پوښتنه وکړه چه د شرعیاتو د پوهنځی د یو مخصل په حیثیت راته ووایه چه زمونږ هیواد اشغال شوی، غلامه اداره او شیطانی دیموکراتیک قانون او حکومت ورباندی تپل شوی که څنګه ؟ هغه وویل چه دا اسلامی حکومت دی ، هیواد اشغال نه دی نړیواله ټولنه زمونږ سره د لاس اړونی د پاره… نور لوستل »

عماد
میلمه

دا خلک په کوم مخ له حکمتیار امتیازات غواړي؟ حکمتیار چې د امریکا پر ضد جهاد کاوه دوی ټولو یواځې پریښي ؤؤ او ټول په حکومت کې شریک ؤؤ، حکمتیار باید ابن الوفت خلک نور وپیژني

محمود
میلمه
محمود

کشکی د سوړ جنګ غلام ګلبدین په رشتیا هم د اشغالګرو په ضد تر اخره جهاد کولی برخلاف دامریکا په قومانده یی د امریکا په ضد شعارونه او د مجاهدینو په ضد جنګیدلو . ګلبدین د هغو ټولو ځانګړی ملګری وو هغوی دننه او ګلبدین بهر د امریکاپه قومانده دنده ترسره کوله.
هغو خلکو دی ځانله نه دی پریښی بلکه ګلبدین تر هغو خلکو د اشغالګرو به خدمت کی وفادار او تر ټولو مخکشه وو

جاوید
میلمه
جاوید

فکر میکنم آقای محمود زیاده روی میکنید اگر فردا طالبان هم شامل پروسه صلح گردد پس حواب تان و نظر تان در مورد جنگ امروزی چی خواهد بود؟

پولاد
میلمه

تورونه لګول آسانه او وړیا دي، خو جهاد سخت او دروند دی، د حکمتیار د جهاد په برکت ډيرو نورو جهاد وپیژاند، حکمتیار هغه وخت جهاد پیل کړ چې په هیواد په ټولیز ډول د کفر سیوری غوړیدلی ؤؤ، په حکمتیار چې ټورونه لګوي یا کمونستان او د اسلام دوښمنان دي او یاېې نادان تربرونه، پرون همدې تربرو جهاد ته ځکه نه پریښود او د اربکي ټاپه ېې پرې وهله چې پوهیدل حکمتیار زموږ په مجاهد ولس کې ځواکمنې ریښې لري، او شاید د دوی یکه تازۍ ته زیان واړوي. نو ځکه ېې د ده د سنګر واقعي او مخلص… نور لوستل »

بریالی
میلمه
بریالی

حکومتیار د امریکا په ضد جهادی شعارونه او اصلی جنګ یی د امریکا په قومانده د طالب مجاهدینو سره وو چه له امله یی رشتونی حزبی مجاهدین له لاسه ورکړل حکومتیار بی مقتدیانو امام پاتی شو . اشغالګرو ورته اربکی ملیشی په واک کی ورکړی له هغوی هم غلا کوله اشغالګرو ته یی د ګټی په ځای تاوان وکړو هغه یی د محلی پولیسو سره وتړلی او حکومتیار ته یی د داعشیانو ملیشو ( افغانی بلیک واتر ) مشری ورکړه د باګرام له بنګلی یی د دارلامان بنګلی ته راانتقال کړو باګرام کی تور لست او اربکیان په سپین او… نور لوستل »

عمران
میلمه
عمران

د هرچا ظرفیت د هغه له خبرو مالومیدای سی