fbpx
طالب سرتېري؛ تصویر له ویډيو اخیستل شوی

غزني: طالبان د ولایت مقام دروازې ته په نږدې کېدو دي

نن ټکی اسیا (جمعه ۱۹زمري، ۱۳۹۷ل): تېره شپه شاوخوا دوه بجې د غزني ښار د طالب ځواکونو تر برید لاندې راغی، چې دم ګړۍ د ولایت مقام دروازې ته رسېدلي دي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد نږدې څلوېښت دقیقې وړاندې پخپله ټویټرپاڼه ولیکل، چې د دوی سرتېري حرام سرای ته رسېدلي، چېرته چې د ولایت مقام دویمه دروازه هم موجوده ده.

مجاهد وړاندې زیاتوي چې سرتېري يې د چټک غبرګون قطعې ته هم ننوتي او له وړاندې نیول شوې سیمې يې ټولې تر ولکې لاندې دي.

«په غزني ښار کې ټولې مفتوحه ساحې د مجاهدینو په ولکه کې دي، د دښمن لسګونه مړي پراته دي، د دښمن هغه تبلیغات حقیقت نلري چې وايي ځينې ځایونه يې بیرته نیولي دي، له دښمن څخه کاملا لار ورکه ده، پروپاګند ته يې هيڅ ارزښت مه ورکوئ.»

طالبانو تر اوسه امنیه قومنداني، شپږ امنیتي حوزې، تلویزون غونډۍ، بالاحصار، ترک حضرت (توپچي غونډۍ) او د پې ار ټې په نوم مهمه قرارګاه بشپړ نیولي دي.

ځايي اوسېدونکي وايي چې جګړه د ښار په منځ کې روانه ده او داسې ښکاري چې ولایت مقام به هم د طالبانو لاس ته ولوېږي.

طالبانو په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي: «دم ګړۍ د غزني ښار دننه د ولایت په ودانۍ، استخباراتو او باقي پاتو نور دولتي تأسیساتو ځپونکي عملیات روان دي.»

د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري مني چې طالبانو د پې ار ټې په نوم مهمه قرارګا او ګڼې پوستې نیولې دي، هغه زیاتوي طالبانو له څلورو لوریو پر ښار بریدونه پیل کړل.

غزني کې د روانې جګړې له امله د کابل کندهار لویه لاره د ترافیکو پر مخ تړلې ده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د