fbpx

طالبانو ترانسپورټي شرکتونو ته د کندهار او کابل پر لاره د نه سفر توصیه کړې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۹ زمری، ۱۳۹۷ل): د طالبانو د ملکي تلفاتو کمیسون څخه په نشر شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دوی تېره شپه په کابل او کندهار ښارونو کې ترانسپورتي شرکتونو ته خبر ورکړی وو چې د کندهار او کابل پر لاره دي سفرونه متوقف کړي تر څو د ملکي تلفاتو مخنیوی وشي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د موټر چلونکو، ترانسپورتي شرکتونو، مسافرینو او عامو خلکو څخه غوښتنه کیږي چې تر څو اجازه نه وي شوې، خپل سفرونه دي متوقف وساتي، په ځانګړي ډول د میدان وردګ ولایت له سیداباد ولسوالۍ څخه بیا د زابل ولایت تر ځینو سیمو پوري.

د یادونې وړ ده چې نن د جمعې په ورځ سهار وختي طالبانو پر غزني ولایت باندي ډله ییز بریدونه پيل کړه چې له امله یې تر اوسه جګړه روانه ده او د جګړې دواړه اړخونه یو بل ته د درنو تلفاتو او مرکزي ساحو د کنټرول خبر ورکوي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په تازه څرګندونو کې ویلي چې دوی اوس هم پر هغو سیمو واکمن دي چې تر اوسه یې د جګړو په ترڅ کې نیولي دي، او دولتي ځواکونه یې د ښار تر اطرافو پوري محدود کړي دي.

خو بل اړخ ته بیا دفاع او کورنیو چارو وزارت وايي چې تر اوسه په دغې جګړه کې ۱۵۰ تنه طالبان وژل شوي او د ښار مرکزي ساحې ددوی په لاس کې دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د دفاع وزارت څرګندونې بېځایه او تبلیغاتي بللي دي چې هدف یې د وارخطا عسکرو د تیښتې مخه نیول دي.

طالبانو ددې تر مخه ویلي وه چې د غزني ولایت د مرکزي محبس پر لور یې حرکت پيل کړی او لږ تر لږه ۴ پوستې یې نیولي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د