fbpx

طالبانو د غزني ښار اکثرو سیمو نیولو وروسته د عفوې اعلان کړی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۹ زمری، ۱۳۹۷ل): د طالبانو د دعوت او ارشاد کمیسون د یوې اعلامیې په ترڅ کې هغه شمیرې په ډاګه کړي چې په غزني ولایت کې د ملي اردو او پولیسو منسوبین ورسره اړیکي نیولای شي او ځان تسلیمولای شي.

د طالبانو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د ملي اردو په نامه عسکر، پولیس، اربکي، افسران او عادي کارمندان، هر څوک کولای شي چې پر دغو شمیرو اړیکه ونیسي او د مخالفت څخه په لاس اخیستو د خپل سر، مال، عزت او ابرو د حفاظت اطمینان تر لاسه کړي.

د یادونې وړ ده چې تر اوسه هم د غزني په اطرافو کې جګړه روانه ده او د مرکز په اړه دواړه لوري ادعا کوي چې دوی باندي واکمن دي.

په کابل کې دفاع وزارت او د کورنیو چارو وزارت په ګډه خبرې ناسته کې ادعا وکړه چې د غزني په جګړه کې يې تر اوسه ۱۵۰ تنه طالبان وژلي او د ښار نیولو هڅه یې ناکامه کړې.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې دوی اوس هم پر هغو سیمو واکمن دي چې له سهار راهیسي يې نیولي دي او مخ پر وړاندي روان دي.

نوموړي ویلي چې دولتي اړخ د خپلو عسکرو د تیښتي او تسلیمۍ د مخنیوي لپاره تبلیغات کوي چې حقیقت نه لري.

هغه شمېرې چې طالبانو اعلان کړي دي، په لاندي ډول دي:

۰۷۰۶۱۱۷۶۷۷
۰۷۰۴۶۷۵۹۹۲

د دعوت په نامه دمخابري نمبر: ۵۳۷۷

ایمیل ادرسونه : [email protected]

د اسلامي امارت د دعوت ارشاد، جلب اوجذب کمیسیون

avatar
2 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالولی(فهیم)
میلمه
عبدالولی(فهیم)

فتوحات مو مبارک شه افغانانو ستاسی عزم ته سلام دی طالبانو === سپین بیرغ په غزنی باندی رپیږی د غزنی په فتح هر دښمن ژړیږی .
الله ج مو بریالی لره د اسلام سرښندونکو مبارزینو.

Karwan
میلمه
Karwan

عبدالولي وروره،
الله ج د دغو سرښندونکو مبارزينو ته هميشه نصرت ورپه برخه کړي او الله د بيا داسي ورځ راولي، چه زما او ددغه مظلوم ملت دهغه وخت ژړا بيرته په خندا بدله شي.
هو دهغي ورځي په انتظار. په الله مو سپارم.
په درناوي، کاروان

افغان
میلمه
افغان

ټول خپلواک افغانان یی په دی بی سارو بریالیتوبو نه یواځی خوشاله بلکه لپی لپی شکرونه الله ج ته باسی چه د کفر ځای اسلام او د بلواکانو ځآی خپلواکان نیسی او مجاهدینو ته د دی بی سارو بریاوو مبارکی وایی . دغه چه د اجیری اردو،پولیسو او ملیشو ته یی د عفوی وړاندیز کړی او د تکلیفونو شمیری یی ورته اورولی دی ، د ستاینی وړ ده ، مګر هغوی چه تسلیمیږی باید د پوره څارنو لاندی وی چه کومه لویه او کوچنی سرغړونی ونه کړی او که پری پوه شی سمدلاسه یی مخه ونیسی دا جنګ دی په… نور لوستل »