کابل: د پوځي چارو کارپوه «زلمی وردګ» وژل شوی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۹ زمری، ۱۳۹۷ل): د پوځي چارو کارپوه جنرال زلمی وردګ تېره شپه د کابل ښار په دوهمه امنیتي حوزه کې د نامعلومو کسانو له لوري وژل شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت ریحمي ویلي چې نوموړی د کارته پروان په مربوطاتو کې د نامعلومه بریدګرو له لوري وژل شوی دی.

د نوموړي په وینا د پيښې وروسته پلټنې پیل شوي او د عاملینو د نیولو لپاره یې هڅې پیل کړي دي.

زلمی وردګ په دې وروستیو کې د هیواد پر اکثرو تلویزونونو د پوځي چارو د یوه کارپوه په توګه تبصرې کولې، نوموړی د کورنیو چارو وزارت پخوانی جنرال پاتې شوی دی.

د زلمي وردګ زوم عبدالله کلیمزي د هغه د جنازې په مراسمو کې رسنیو ته وویل چې نوموړی په داسي توګه وژل شوی چې لومړی یې پښې او لاسونه ورته تړل شوي او بیا په ستونې کې په ټینګه توګه غرغره شوی چې له امله ساه بنده شوې او ژوند یې له لاسه ورکړی دی.

عبدالواحد طاقت، فاروق وردګ او د زلمي وردګ ډیرو قریبانو او دوستانو چې د هغه په جنازه او فاتحه کې يې ګډون کړی وو، حکومت د خلکو د امنیت په ټینګولو کې ناکام وباله او وې ویل چې حکومت باید ددوی پوښتنو ته جواب ووايي، د خلکو امنیت ټینګ کړي، په ځانګړي ډول د زلمي وردګ په څېر د مشهورو څیرو، چې په پلازمینه کې یې داسي ډاډه وژنې د حکومت پر وړتیا ډیرې پوښتنې را ولاړي کړي دي.

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

انا لله و انا الیه راحعون . وردګ صاحب مخکی د پیام افغان رادیو سره لاس اړونه لرله مونږ له هماغه وخت څه ناڅه پیژند، کله چه کابل ته ولاړو له نزدی مو ځوځلی ولید مرکی مو سره وکړی د کوم څه قوماندانی یی ورکړی وه هماغه د کارته پروان ساحه کی به د هغه جنرالی کوټ سره په غیر رسمی وخت کی هم د باغ پالا تپو کی ګرځید مونږ هم زیات هلته وو تل به مو لیدلو پیچاره ته دغه د ګوزن که بله کومه ناروغی پیښه شوی وه یعنی لاسونه او خوله به ریږدیدله هغه وخت د… نور لوستل »

توکل
میلمه
توکل

خدای دوبخشی، مونژ هم پری خپه یو. خو د ده ډیر تحلیلونه د وطن په تاوان وو او مرحوم جنرال صاب همیشه د وطن د دشمنانو د کړنو لپاره توجهات لټول.

نعمتالله
میلمه
نعمتالله

انا لله وان الیه راجعون