طالبان وایی په غزني کې یې نور پرمختګ کړی

نن ټکی اسیا (شنبه،۲۰زمری ۱۳۹۷ل): طالب ویاند ذبیح الله مجاهد تازه پرخپل ټویټرپاڼه ولیکل: (همدا اوس د غزني ولایت محبس هم فتحه شو، ټول بندیان په خیر را ووتل مصئون ځای ته د رسیدو په حال کې دي).


طالب ویاند دا خبر په داسي حال کې ورکوي چې حکومت له پرونه راهیسي ادعا کوي چې ګویا غزنی یې له طالبانو تصفیه کړی او ټول ښار د حکومتي ځواکونو په ولکه کې راغلی.

د غزني امنیه قومندان فرید مشعل وایي چې د ښار پر ټولو ساحو حکومتي ځواکونه ولکه لري او له ښاره بهر یې هم امنیتي کمربند را تاو کړی دی.

د نوموړي په خبره، غزني ته له کابله، زابله او نورو ګاونډیو ولایتونو څخه په لوی شمېر اضافي قوې رسېدلی دی چې د کور په کور تلاشي لپاره چمتو والی نیسي.

خو طالبان د چارواکو دا ډول ادعاوي په کلکه ردوي او ټینګار کوي چې نه یوازي د پرون ورځي نیول شوي ساحې یې په کنټرول کې دي بلکي نور تازه پرمختګونه یې هم کړي دي.

د طالبانو له لوري په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تیره شپه د غزني ښار په زړه کې د والي د دفتر په محافظتي کنډک چې د موی مبارک په کنډک شهرت لري؛ په وینا یې طالب جنګیالیو له سخت برید وروسته ترخپلي ولکې لاندي راوستی.

په یاده خبرپاڼه کې زیاته شوي چې د عامه نظم په نوم ګڼ شمیر پولیس مړه او ټپيان شول، چې د ډیرو جسدونه یې د نښتې په میدان پاتي دي.

طالبان وایی، د غزني په جګړه کې یې څه باندي 55 عرادي ټانکونه، رینجر موټر، په ډیره اندازه سپکې او درنې وسلې او مهمات له دولتي ځواکونو نیولي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د