fbpx

انډري رسل په یوه سیالۍ کې د ویکټو هیټرک سربېره چټکه سلیزه ووهله

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۰ زمری، ۱۳۹۷ل): د ویسټ انډیز لوبډلې تکړه او په سترو شپږیزو وهلو مشهور لوبغاړي انډري رسل په کربین لیګ سیالیو کې د یوه آلراونډر په حیث نړیوال ریکارډ جوړ کړ.

انډري رسل وړمه ورځ د ټرینباګو نایټ رایډرز لوبډلې پر وړاندې لومړی ددغه سیالۍ په وروستي اور کې پرلپسې درې لوبغاړي وسوځول او هیټرک یې وکړ، چې وروسته په توپوهنه کې په لومړي توپ له کیچ غورځېدو وروسته يې په زړه پورې لوبه وکړه او په ۴۰ توپونو یې چټکه سلیزه ووهله.

نوموړي چې د خپلې لوبډلې مشري هم کوي د یوه آلراونډر په حیث په شل اوریزو سیالیو کې نړیوال ریکارډ جوړ کړ، چې یو آلراونډر لوبغاړی په یوه سیالۍ کې د ویکټو هیټرک وکړي او بیا په توپوهنه کې په کمو توپونو سلیزه ووهي، له دې وړاندې دغسې کارنامه تېره میاشت په انګلستان ويټالټي بلاسټ سیالیو کې جویي ډينلي وکړه چې په ۶۲ توپونو یې سلیزه ووهله او بیا یې هیټرک هم وکړ.

نوموړي د خپلې سیال لوبډلې پر وړاندې په داسې حال کې د پام وړ توپوهنه وکړه چې لوبډلې یې د ۲۲۴ منډو هدف پوره کاوه چې د بایللو ګواښ یې هم زیات و، ددوی لوبډلې د ۴۱ منډو په جوړولو ۵ لوبغاړي له لاسه ورکړي وو خو انډري رسل چې په اووم نمبر توپوهنې ته راغی سمدلاسه یې په شپږیز او څلوریزو پېل وکړ.

نوموړي په ۴۰ توپونه د کربین لیګ تر ټولو چټکه سلیزه ووهله، په دې سلیزه کې ۱۳ سترې شپږیزې او ۶ څلوریزې شاملې وې، چې ټولې يې په ۴۹ توپونو ۱۲۱ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

په یاد لیګ کې د افغانستان لخوا سوکه ځوان توپ اچونکی قیس احمد هم د سینټ لوشیا سټارز لوبډلې لخوا لوبیږي، چې یوه سیالۍ یې ترسره کړې خو تر دې دمه په کومه ویکټه اخیستلو نه دی بریالی شوی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د