مسعود کوثر د خیبر پختونخواه صوبې لپاره نوې ګورنر نومولی شوی دی

Masood-Kausarنن ټکی آسیا: د پاکستان پيپلز پارټی مشر او د خیبر پختونخواه پخوانی سپېکر مسعود کوثر د خیبر پختونخوا صوبې لپاره د نوي ګورنر په توګه وټاکل سو.

ښاغلی مسعود کوثر د خیبر پختونخواه د پخواني ګورنر اویس احمد غني د وخت پوره کیدو وروسته د پاکستان د صدر اصف علی زرداري له خوا په دغه دنده ګمارل شوی دی.

ویل کیږي چې ښاغلی مسعود کوثر د خیبر پختونخوا په کوهاټ ضلع کې په کال 1938 پیدا سوی، او د پېښور د اسلامیه کالج څخه فارغ شوی دی.
دې د اردو ژبي تکړه شاعر احمد فراز ورور دی.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.