غزني: اجرستان کې موټر بم برید او د ۲۵ کمانډویانو ژوندي نیول کېدل

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۰زمري، ۱۳۹۷ل): له دې سره هم مهاله چې د غزني ښار په منځ کې پر ولایت مقام او حرام سرای جګړه روانه ده، طالبانو د دې ولایت په یوه لرې پرته ولسوالۍ اجرستان کې هم پوځي قرارګاه نیولې او ۲۵ کمانډو عسکر يې ژوندي لاسونو ته ورغلي.

دغه ولسوالۍ چې د طالبانو په تشکیلاتو کې د دایکندې ولایت اړوند بلل کېږي، پر یواځينۍ پوځي قرارګاه يې تېره شپه موټر بم برید وشو او وروسته جګړه ونښته.

طالبان وايي د دوی سرتېري له چاودېدونکو توکو ډک موټر په قرارګاه کې د ننه چاودلی درنه مرګ ژوبله يې اړولې او ۲۵ کمانډو عسکرو له څه ځنډ وروسته وسلې پر ځمکه ورته ايښې دي.

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې په موټر بم برید او مخامخ نښته کې يې ګڼو عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې او لا هم د سیمې واک له دوی سره دی.

له دې سره هممهاله په خواجه عمري ولسوالۍ کې هم درې پوستې د امنیتي ځواکونو له ګوتو وتې او درنه مرګ ژوبله ورته اوښتې ده.

دا په داسې حال کې دی چې د ښار په منځ کې هم طالبانو تازه د زندان د ماتولو خبر ورکړ او وايي چې سلګونه زندانیان يې خوشي کړي دي.

د غزني یوې امنیتي سرچینې چې نه يې غوښتل نوم يې خپور شي، نن ټکی اسیا ته وویل طالبان د ولایت مقام دروازې ته را رسېدلي دي.

د دې سرچینې په وینا د طالبانو بریدونو په شپه کې زور واخیست، خو د ورځې يې وضعیت نورمال او تر واک لاندې ساحې يې پخپل لاس کې ساتلې وې.

دفاع وزارت د ناټو له دعوې سره جوخته دعوه وکړه چې د دولتي ودانیو واک يې ساتلی او طالبان يې په شا تمبولي دي.

د طالبانو د دعوت، ارشاد، جلب او جذب کمیسیون د زیاتې مرګ ـ ژوبلې د مخنیوي په خاطر په غزني ښار کې د دوی پر وړاندې جګړه کوونکو ته د عفوې اعلان کړی او د تلیفون او مخابرې شمېرې يې ورته اعلان کړې دي.

په غزني کې د جګړې له شدت سره په دې ولایت کې ټولو مخابراتي شبکو کار بند کړی، د کابل کندهار لویه لاره د ترافیکو پر مخ تړلی او د ښار شاوخوا ټولې لارې د طالب سرتېرو په لاس کې دي.

طالبانو غزني ته له کابل څخه د روان مرستندوی کاروان د ځپلو خبر هم ورکړی او ويلي يې دي چې دا کاروان يې د میدان وردګو ولایت سید اباد ولسوالۍ کې وروسته له هغه شاتګ ته اړ کړ، چې تر لسو ډېر ټانګونه يې د بمونو ښکار شول.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د