د غزني د جګړې وروستي جُزئیات

شاهد (غزنیوال)

تیره ورځ طالبانو د غزني په ښار له څلورو خواوو پراخ برید وکړ چې د غزني ښاریانو په وینا يې وکړای شول په ښار کې تر حساسو دولتي مراکزو ځان ورسوي.

دا برید چې د وړمې شپې په دوونیمو بجو پیل شوی و د دې لیکنې تر لیکلو پوري په چټکي سره دوام لري.

د دولتي ویندویانو ادعاء :

د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو ویاندو یانو د پرون جمعې د ورځې تر ماسپښین پوري د طالبانو لخوا پرغزني ښار پیل شوی برید پرشاتمبولی او د ښار ټولې سیمې تصفیه شوې اعلان کړي ، خو د غزني ښاریانو او په سیمه کې د عیني شاهدانو لخوا د ورکړل شویو معلوماتو پراساس طالبان تر اوس مهاله د غزني ښار پر ټولو هغو سیمو کنټرول لري کومو ته چې یې د برید په لومړیو شیبو کې ځان رسولې او نن سهار یې د غزني ښار د هوايي ډګر په لور خپل وقفه یې حرکت پیل کړی دی.

gahzni-3-5-20

د ښار منځ کې امنیتي پوستې

سره له دې چې تیره ورځ امریکايي بي پلوټه الوتکو او همدا راز پوځي څرخکو کرۍ ورځ د ښار پرفضا الوتنې لرلې او ځای ځای يي بمونو هم غورځول خو دا يي و نه کړای شول چې ښار د طالبانو له کنټروله وباسي.

بلکې مازدیګر مهال طالبانو رسنیو ته د رسمي خبرپاڼې په لیږلو سره ادعاء وکړه چې د دولتي ځواکونو یوه پوځي څرخکه یې ویشتلې چې د دفاع وزارت ویاند جنرال رادمنش د خپلې الوتکې سقوط تائید خو لامل یې تخنیکي ستونزه وبلله ، نه د طالبانو لخوا د هغې په نښه کیدل.

د طالبانو نوي پرمختګونه :

هغه څه چې اوس مهال په غزني ښار کې د عیني شاهدانو له خولې یې خبر ورکول کیږي هغه دا چې طالبانو نن د غزنی مرکزی محبس په نیولو او خوندي سیمو ته د بندیانو په نقلولو سره د دولتي ځواکونو په خلاف خپل محاربوي اجراآت جاري ساتلي دي.

د ښار له جنوب ختیځ لورڅخه یې د محبس تر نیولو وروسته د دهخدای داد ، قلعه برګټ او دوراهی له استقامت څخه د مسعود چوک له لارې د ښار په مرکز کې حرمسرای ( د والی استوګنځي ) ته رسیدلي او هغه یې له دولتي ځواکونو څخه ولکه کړی دی.

همدا راز له شمال ختیځ لوري ښار ته په غزیدلې لارې باندې د قلعه زال او جنګل باغ د مهمو پوستو په تصفیه کولو سره د نن سهار په لومړیو کې له شماله غزني ښار ته غزیدلې لاره ټوله د طالبانو تر ولکه لاندې راغله.

gahzni-2-5-20

د پې ار ټې په نوم هغه ځای چې وړاندې پکې بهرنیان مېشت و، اوس د ملي اردو عسکر پکې اوسېدل، د اور په لمبو کې

د دولتي ځواکونو تسلیمي .

طالبانو د غزني ښار پر مرکز سر بیره د هغه د خواو شا نیږدي ولسوالیو د نیولو پروګرام هم تر لاس لاندې نیولی چې د همدي ولسوالیو له جملې څخه یوه هم د غزني ښار په شمال کې د خواجه عمری ولسوالی ده .

دا ولسوالۍ چې د سږکال په جریان کې څو واري د طالبانو او دولتي ځواکونو ترمنځ لاس په لاس شوه اوس یې بیا طالبانو د نیولو تابیا کړې چې دولتي ځواکونو ورسره تماس نیولی، همدا اوس د جانبینو ترمنځ خبرې روانې او ښايي د نن ورځې په اوږدو کې له جګړې پرته هلته میشت دولتي ځواکونو طالبانو ته تسلیم شي.

طالبانو وار تر له مخه پرون ورځ د غزني ښار په داخل او د هغه په خواشا کې ټولو دولتي ځواکونو ، ملي اردو، پولیسو او ټولو دولتي منسوبینو ته د رسمي خپرې کړې اعلامیې له مخې عمومي عفو اعلان کړې ده.

تر لاسه شوي پوځي وسائط او جنګي مهمات

طالبانو پرغزني ښار د برید په پیل کې لومړی هغه ځایونه په نښه کړي چیرته چې پوځي زیرمواو نظامي مهماتو شتون درلود.

هغوی همدا اوس د غزني په ښار کې روانه جګړه د همدي ترلاسه کړیو مهماتو، پوځي شوبلو او نقیله وسائطو په مټ پر مخ وړي.

د ښار په دننه د موی مبارک په سیمه کی د نظم عامه کنډک په نیولو سره له دولتي ځواکونوڅخه په زیاته اندازه وسلې، پوځې مهمات ، شوبلې او نقلیه وسائط چې مجموعي شمیر ۵۵ عرادو ته رسیږي ولجه کړي او له ښاره یې خوندي سیموته لیږدولي دي.

د ښار په دننه کې ولسي تلفات

له پرونه راهیسي د غزني په جګړه کې تر اوسه پوري د ولسي وګړو کوم خبر نه دی ورکړل شوی ، طالبان د معلومو نظامي خرائطو (نقشو) له مخې چې وار تر له مخه یې تر لاسه کړې مشخصا دولتي مراکز تر برید لاندې نیسي او هغوی هم داسي ښکاري چې د جنګي مورال په له لاسه ورکولو سره ډیر مقاومت نشي کولای.

gahzni-5-5-20

د ښار په منځ کې د خلکو تګ راتګ نه ترسترګو کېږي

د طرفینو بشري تلفات

که څه هم چې دولتي ویندویان په جګړه کې د طالبانو د وژل شویو شمیره له ۱۲۰ تر ۱۵۰ تنه ښيي خو دا ارقام یې ناسم او تیره ورځ چې دولتي ځواکونو د طالبانو د وژل شویو کوم تصویرونه په عامه رسنیو کې نشر کړل هغه تقریبا د کوتو په شمیر محدود جسدونه وو چې په مختلفو صحنو کې عکاسي شوی او دعامه رسنیو پر مخ نشر شول.

طالبانو تر پرون ماښام پوري یواځې د خپلو وژل شویو افرادو شمیر ۶ تنه اعلان کړ او د نن ورځې د بشري تلفاتو په اړه یې تر اوسه پوري کوم معلومات نه دي تر لاسه شوي.

خو د طالبانو د تلفاتو برعکس د دولتي ځواکونو د بشري تلفاتو شمیر ډیر زیات دی ، ځکه کومې ساحې چې له دولتي ځواکونو څخه تر لاسه شوي هغه په جنوب ختیځ کې له محبسه نیولې په شمال لویدیځ کې د خواجه عمري تر ولسوالۍ پوري چې دا دومره زیاته ساحه ده چې تقریبا د غزني ټول ښار او د هغه خواو شا سیمه احاطه کوي د جګړې په زور نیولې چې له امله یې یوزیات شمیر سرتیري وژل شوي او ژوبل شوي دي.

په ښار کې دا خلي حالت:

پرون د جمعي ورځې د رخصتي له امله هسي هم په ښار کې د خلګو ګڼه ګونه کمه ، خو نن د جګړې په اوږدیدو سره په ښار کې هرڅه تړلي دي.

د طرفینو د جګړې له امله د رسنیو او همدا راز د مخابراتي کمپنیو د اتصلاتي انتنونو او پایو د تخریبیدو له امله په ښار کې ټلیفوني خدمتونه ځنډیدلی، د غزني ښار یواځې ملکي روغتون د جګړې د ټپیانو پرمخ خلاص دی، او نور تقریبا په ښار کې ټول عامه خدمتونه متوقف دي.

gahzni-4-5-20

جګړه د ولایت مقام دروازې ته څېرمه د والي تر هستوګنځي (حرام سرای

د جګړې وروستی وضعیت :

سره له دې چې طالبان د دولتي ځواکونو خلاف خپلو بریدونو ته دوام ورکوي خو له هغه سره نن ورځ د پرون هغې په نسبت د غزني پر فضا د پوځي الوتکو الوت ډیر نه دی او نه یې تر اوسه پوري چیرته د بمباري خبر ورکړل شوی دی.

غزني ښار ته ټولې ورغلې لارې د طالبانو په ولکه او د جګړې له امله ټولې د ترافیک پر مخ تړلې دي.

د کابل کندهار لویه لاره له میدان ښار څخه د غزني پر استقامت له پرون د شپي دریو بجو څخه بنده او حتی دولتي پوځي وسائل هم د طالبانو د کمینونو له وجې ورباندې د تګ راتګ جرئت نشي کولای.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د