fbpx

مرکزي بغلان: د طالبانو ډله‌ییز برید کې ۱۶ عسکر وژل شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۰زمري، ۱۳۹۷ل): د بغلان امنیتي سرچينې وايي د دې ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د طالب سرتېرو په ډله‌ییزبرید کې ۱۶ عسکر وژل شوي دي.

پژواک خبري اژانس د یادې سرچینې په حواله وايي چې جګړه د دې ولسوالۍ په انګور باغ سیمه کې شوې ده، چې پکې د ملي اردو نهه او د پولیسو له لیکو اوه عسکر وژل شوي دي.

سرچینه د بغلان د یو قومي مخور له خولې وايي چې د تلفاتو شمېر تر ۲۰ رسېږي، خو د مرکزي بغلان ولسوال ناخبري ښيي.

د دې ولسوالۍ ولسوال خانزاده د جګړې پخلی کړی خو وايي چې د کره تلفاتو په اړه معلومات نه لري.

طالبانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې دی چې غزني کې دوه ورځنۍ جګړه د رسنیو د سر ټکی ګرځېدلی او دغه ولایت سقوط ته نږدې بلل شوی دی.

د ښار په منځ کې جګړه روانه ده، طالب ځواکونو مرکزي زندان نړولی او ټول زندانیان يې خوشي کړي، د دوی سرتېري د والي تر هستوګنځي رسېدلي دي.

د ملي دفاع وزارت او د کورنیو چارو وزارت دعوه کوي چې په ښار کې د ځينو دولتي تاسیساتو واک له دوی سره دی، بهرنیانو هم په جګړه کې د ګډون پخلی کړی او په ښار کې يې د بمبارۍ خبر ورکړی دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د