fbpx
تصویر؛ له ارشیفه؛ د طالبانو له ویډیو اخیستل شوی

غزني: طالبان وايي ۱۱۷ عسکرو له جګړې لاس واخیست

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۰زمري، ۱۳۹۷ل): طالبان وايي په غزني کې د دوی د بلنیز کمیسیون د عفوې له اعلان وروسته ۱۱۷ تنه د ملي اردو، پولیسو او ملي امنیت عسکرو وسلې پر ځمکه ايښې او د تسلیمۍ لاسونه يې پورته کړي دي.

ذبیح الله مجاهد پخپله ټویټر پاڼه لیکلي، دوی ورته هرکلی ویلی او د خوندیتوب ډاډ يې ورکړی دی.

«د اسلامي امارت د ارشاد او دعوت کمیسیون د اعلامیي په غبرګون کې نن ورځ د غزني په ښار کې له مختلفو امنیتي مراکزو څخه ۱۱۷ تنه د کابل ادارې عسکر او پولیس مجاهدینو ته تسلیم شول.»

تېره ورځ د دعوت، ارشاد، جلب او جذب کمیسیون له طالب سرتېرو سره په جګړه بوختو عسکرو ته د عفوې اعلان وکړ او د اړیکو لپاره يې ټلیفوني او د مخابرې اړیکه اعلان کړه.

له همدې فرصت نه په ګټه لومړی ځل څلور تنه عسکر له غزني نه په تېښته او د پکتیا په مربوطاتو کې د طالبانو لیکو ته ورغلل.

طالبانو عسکرو ته د تسلیمۍ غېږه خلاصه کړې، خو ګواښ يې کړی چې که يې پر وړاندې جګړه وکړي وبه وژل شي.

نن غرمه مهاله طالبانو ولایت مقام ته څېرمه د ګیلان ولسوالۍ ولسوال او څارنوال ځای پر ځای ووژل او د هغوی وسلې او موټر يې هم له ځانو سره وړي دي.

په غزني کې د جګړې شدت د ولایت مقام تر دېوالونو رسېدلی او ښار ته ټولې ورغلې لارې د طالبانو په لاس کې دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي د ګیلان ولسوالۍ اړوند لړمه سیمه کې يې هغه کاروان هم تر بریدونو لاندې راوستی چې له مقر او ګیلان نه يې مرکز ته د مرستې هڅه کوله.

هغه ويلي په جګړه کې يې ۱۵ عسکر وژلي او درې ټانګونه تخریب شوي دي.

تر اوسه د غزني چارواکو د تسلیم شویو عسکرو اړوند څه نه دي ويلي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د