ورزش د بې شمېره ګټو سربېره دماغو ته هم خورا ډیر ګټور دی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۰ زمری، ۱۳۹۷ل): بدن هر وخت متحرک ساتل د یو شمېر ناروغیو مخنیوی کوي، په ځانګړي ډول کله چې یو انسان هره ورځ ورزش کوي د نه کونکي په پرتله ډیر صحتمند، چست، چالاکه، ځوان او روغتیا یې ښه وي.

نوې څیړنې ښيي چې ورزش د انسان په دماغي روغتیا کې هم مهم رول لوبوي، که چیرې څوک د خپګان یا ذهني فشار سره مخ وي نو ورزش یې په زړه پورې علاج دی، او په سمه توګه یې مخه نیولی شي.

د برطانیې په مرکزي ښار لندن کې د یوې شوې څیړنې په ترڅ کې له ډیرو خواریو او کوښښونو وروسته څرګنده شوه چې ورزش د بدن سربېره دماغي روغتیا لپاره هم خورا ګټور دی.

په دې څیړنه کې پوهانو د ډول ډول عمر لرونکو کسانو څخه ازموینه ترسره کړه، څیړونکو ددوی دماغي روغتیا، د ورزش عادت او ورځني خوړو کتنه وکړه.

دوی وموندله هغه کسان چې په اوونۍ کې څو ورځې (لږ تر لږه درې ورځې) ورزش ترسره کوي، یا کوم داسې کار یا لوبه کوي چې بدن یې ورسره فعاله وي، د نورو په پرتله ددوی دماغي روغتیا غوره وي.

د څیړنې له پایلو څرګنده شوه چې بدن فعاله ساتل یا په کومه لوبه کې ګډون کول په زړه تنګیدا، خپګان او روحي فشار کې ۴۳ سلنه کموالی راځي.

څیړونکي زیاتوي چې په ورځني ډول ورزش کول انسان تر ډیرې مودې ځوان ساتي، چې ورسره په زوړ عمر یا بوډاوالي کې د یاداښت ناروغي «الزائمر» ستونزو مخه هم په تر ډیرې اندازې نیول کیږي.

هغه عادتونه چې دماغي روغتیا ته زیان رسوي:

هغه عادتونه چې دماغي روغتیا ته زیان رسوي بې شمېره دي، خو زړه تنګیدا، د نیوکو سر مخ کېدل، په سمه توګه کار نه ترسره کول، د کار یا تګ پر وخت سر کوږ/ټیټ نیول، په یو وخت زیات کارونه کول، د هر شي عکس اخیستل، ژوند له اندازې زیات جدي نېول، هر وخت د ځیرک مبایل استعمال او ورزش نه کول یې غوره لاملونه دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د