د ټاکنیزو شکایاتو کمیسیون د ۳۵ نوماندانو لیست د حذف لپاره د ټاکنو کمیسیون ته سپارلی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۰زمري، ۱۳۹۷ل): د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د ۳۵ تنو هغو نوماندانو لیست د حذف لپاره د ټاکنو کمیسیون ته سپارلی، چې په اړه يې د غصب، اختطاف او قانون ماتونې شکایتونه ثبت شوي و.

په دې لیست کې چې د ټاکنو کمیسیون پخوانی مشر ضیاءالحق امرخېل هم شامل دی، ملا تره خېل او فوزیه کوفي هم پکې شته.

ملا تره خېل محمدي چې د کابل په ختیځ کې د ځمکې پر غصب تورن دی، وړاندې تر دې ګواښ کړی و او د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون دا کار يې نا قانونه یاد کړی و.

مېرمن فوزیه کوفي هم د خپلو پلویانو یوې غونډې ته ویلي و، چې دا کار د شکایتونو پر اساس نه؛ بلکې د سیاسي مخالفت پر اساس شوی دی.

په لرې کړل شویو کسانو کې د حزب اسلامي جګړه مار قومندان او پاټکسالار زرداد فریادي هم شامل دی، چې د کوچي استازي په حیث يې ځان نوماند کړی و.

په دې ۳۵ تنو کې درې تنه د روزګان، یو د بامیانو، څلور د بدخشان، درې د بغلان، یو د بلخ، دوه د پروان، دوه د پکتیا، دوه د تخار، دوه د خوست، درې د سمنګان، یو د فاریاب، اته د کابل، یو کندوز، یو د لوګر او یو د ننګرهار د خلکو په استازیتوب پارلماني چوکیو ته نوماندان شوي و.

په دې لیست کې ډېری هغه کسان هم شامل دي چې د برحاله ولسي جرګې غړي دي.takani-hazf

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
ابوالوفاء
میلمه

دا مولوی تره خيل به يې د ځمکو د غصب له امله ټاکنو ته د نوماندۍ له ليسته نه وي غورځولی، ځکه د ځمکو غصب خو اوس دلته يوه عادي خبره ګرځېدلې ده ، ښايي دی يې پر دې له ليسته ليري کړی وي چي په دين د يوه عادي نالوستي غوندي معلومات لا نه لري، خو پر ځان يې د مولوي نوم ايښی دی او لو لنګوټه يې تړلې ده . جالبه يې لا دا چي ځان ديني عالم او د ديني علومو سره مينه وال وښيي له حرامو لارو په پيدا کړو پيسو يې د ځينو ورونو دغسي… نور لوستل »