د ټاکنیزو شکایاتو کمیسیون د ۳۵ نوماندانو لیست د حذف لپاره د ټاکنو کمیسیون ته سپارلی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۰زمري، ۱۳۹۷ل): د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د ۳۵ تنو هغو نوماندانو لیست د حذف لپاره د ټاکنو کمیسیون ته سپارلی، چې په اړه يې د غصب، اختطاف او قانون ماتونې شکایتونه ثبت شوي و.

په دې لیست کې چې د ټاکنو کمیسیون پخوانی مشر ضیاءالحق امرخېل هم شامل دی، ملا تره خېل او فوزیه کوفي هم پکې شته.

ملا تره خېل محمدي چې د کابل په ختیځ کې د ځمکې پر غصب تورن دی، وړاندې تر دې ګواښ کړی و او د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون دا کار يې نا قانونه یاد کړی و.

مېرمن فوزیه کوفي هم د خپلو پلویانو یوې غونډې ته ویلي و، چې دا کار د شکایتونو پر اساس نه؛ بلکې د سیاسي مخالفت پر اساس شوی دی.

په لرې کړل شویو کسانو کې د حزب اسلامي جګړه مار قومندان او پاټکسالار زرداد فریادي هم شامل دی، چې د کوچي استازي په حیث يې ځان نوماند کړی و.

په دې ۳۵ تنو کې درې تنه د روزګان، یو د بامیانو، څلور د بدخشان، درې د بغلان، یو د بلخ، دوه د پروان، دوه د پکتیا، دوه د تخار، دوه د خوست، درې د سمنګان، یو د فاریاب، اته د کابل، یو کندوز، یو د لوګر او یو د ننګرهار د خلکو په استازیتوب پارلماني چوکیو ته نوماندان شوي و.

په دې لیست کې ډېری هغه کسان هم شامل دي چې د برحاله ولسي جرګې غړي دي.

تبصرې (1)

  • دا مولوی تره خيل به يې د ځمکو د غصب له امله ټاکنو ته د نوماندۍ له ليسته نه وي غورځولی، ځکه د ځمکو غصب خو اوس دلته يوه عادي خبره ګرځېدلې ده ، ښايي دی يې پر دې له ليسته ليري کړی وي چي په دين د يوه عادي نالوستي غوندي معلومات لا نه لري، خو پر ځان يې د مولوي نوم ايښی دی او لو لنګوټه يې تړلې ده . جالبه يې لا دا چي ځان ديني عالم او د ديني علومو سره مينه وال وښيي له حرامو لارو په پيدا کړو پيسو يې د ځينو ورونو دغسي کسانو په پيښو مدرسه هم جوړه کړې ده.
    يو وخت مي په موټر کي دوه تنه ملايان د اهل جزۍ په پاس را سره سپاره کړل، ويل يې ارزان قيمت ته ځو ماورته وويل چي زه د کار ته نو شهرک طلايي ته ځم ويل يې تر دغه ځايه مو ورسوه بيا به په بل موټر کي سپاره سو. خو څو شېبې وروسته يې له خبرو پوه سوم چي دا د تره خيل د مدرسې ملايان دي. ورته ومي ويل تاسي په کومک نه ارزئ او له موټره مي کښته کړل.
    دغه تره خيل واردواره د روغ ليوني په نامه منډي نرړي شروع کړي وې، بيا يې ځان کوچی کړ او بيا يې پر ځان د مولوي نوم کښېښود. او د نوم په لکۍ پوري يې سپېڅلی«محمدي» نوم هم د غدر لپاره غوټه کړی دی. توبه رښتيا چي «الدنيا غادرة لا يحصل الا بالغدر». اوس دغه ټګمار په غداري کی دومره پر مخ تللی دی چي دغه خپل همجنسه داړه ماران يې لا له نامه او لنګوټې څخه د کندهاريانو په اصطلاح خار خوري او له خپله منځه يې ليري کوي. الهي بيا مي توبه ده چي زما څخه کومه لويي ونه سی يا مي خدای مه کړه په اولاد کي دغسی نوغۍ پيدا نه سي.
    ياره ته ابوالوفاء څومره ساده يې
    ستاپه ښار کي بېخي ډېر تره خيلان سته
    په ټګۍ په چالاکۍ يې يې خوټ... وکړې
    د ملا په نوم ډېر شنه فواللذيان سته
    خو نن لوی او معتبر عالمان دوی دی
    هم په دوی کي رئيسان او وزيران سته
    عالمان خو يې يا مړه يا يې بنديان کړه
    اوس چړيانو ته هر ځای خالي ميدان سته
    بس خوله پټه کړه، څه مه وايه او ګوره
    دلته ډېر دا ستا په څېر سر په فغان سته.