
شعـــــرونه
خوږه ياره”
شاعر: عبدالقدوس فاتح
د پاکــې مينــې پاکـه غونــدې يـاره ” خوږه ياره
وه ګــرانه وه زړګيــه وه دلـــداره ” خوږه ياره
چې ته راشې غمونه او دردونـه مې هم ورک شي
چـې ته نه يـې نـو ډېر يـم نا کـراره ” خوږه ياره
زمـا په سر دې بار شـي په تا غم مې نه لـوريږي
تل خوښ اوسې قربان دې شم درځاره ” خوږه ياره
چې دواړه به يوځای تلو او يوبل ته به موسکي وو
اوس ژاړمـــه چې ځــم په هغې لاره ” خوږه ياره
که ته مړ شې زه هم به زاره ترک درپسې مړ شم
که زه مړ شـوم راځـې به تر مـزاره؟ ” خوږه ياره
اوس هره شپـه له غمـه لکـه شمــه ويـلې کېږم
مـړې اوښکـې تويومـه تـر سهــاره ” خوږه ياره
«فاتحه» وايم ته يې ، ته مې ژر سترګو ته راشې
چـې څـوک هم راتـه غږ وکـړي أواره ” خوږه ياره