د غزني پر روانو حالاتو باندي یوه لنډه تبصره

واحد فقیري

د جمعې په ورځ سهار وختي، طالبانو د غزني پر ښار باندي له څو جهتونو څخه منظمه حمله وکړه. هغوی د شپې په تیارو کي د ډیرو ځایونو په نیولو کامیابه سول، او ویل کېږي چي د ولایت د مقام درې سوه مترۍ ته رسېدلي ول.

د غزني امنیتي حالات له ډیره وخته ښه نه ښکارېدل، او طالبان د ښار په څونډو کي مدام فعال حضور لري. د فراه او کندوز تر سقوط راوروسته، اکثرو نظامي مبصرینو اټکل کاوه چي بل ځل د غزني وار دئ. غزني یو له هغو ولایتونو څخه کی دئ چي له ډیر وخت راهیسي ئې شا و خوا ولسوالۍ د طالبانو تر کنټرول لاندي دي. په ولایت کي سیاسي او فرقوي اختلافات زیات دي، او په پارلمان کي ئې استازي ناقص او غیر عادلانه دي.

لدې لنډی مقدمې راوروسته، په اول سر کي باید دا سوال مطرح کړو چي د غزني حالات موږ ته څه را ښيي؟ پدې حمله کي د طالبانو اساسي هدف څه وو؟

څرګنده خبره ده چي د امریکايي قواوو په موجودیت کي طالبان نه سي کولای چي یو ښار د ډیر وخت لپاره وساتي. ځکه دا د نظامي لحاظه ناممکن کار دئ. مګر طالبان کولای سي چي زیاتره ښارونه محاصره کړي، او د خپل نظامي طاقت نمایش وکړي. ښايي همدا د طالبانو اساسي هدف وو چي افغانانو او جهانیانو ته دا وښيي چي هغوی کولای سي پر يوه ستراتیژیکي ښار باندي منظمه حمله وکړي. کېدای سي چي د طالبانو دا حمله جمهورریس ټرمپ دېته وهڅوي چي ژر تر ژره له کلیوالي سیمو څخه امریکايي عسکر راوباسي.

دغه راز، د غزني حملې د کابل رژيم بې کفایتي او غفلت یو کرت بیا ښه رابرسېره کړ. د کابل رژیم یوازي هله اقدام کوي چي د یوه مسلم نظامي او سیاسي بحران سره مخامخ سي. ځکه اشرف غني او دار و دسته ئې هیڅکله مخکي له مخکي کوم عملي پروګرام نه لري. بس تمامه ورځ په خپلمینځي شخړو تېروي، او ټول توکل او تکیه ئې پر خارجي قواوو باندي ده. د اشرف غني فاسد رژیم دونه غافل دئ چي د غزني بحراني حالات ئې له ډیر پخوا څخه لیدل، خو هیڅ اقدام ئې و نه کړ. د اشرف غني عقل کوره او غړي ئې فلج دي.

د غزني د حملې بل اړخ دا دئ چي دا بريد پداسي وخت کي کېږي چي د طالبانو او امریکایانو تر مینځ په قطر کي د سولي خبري رواني دي. ښايي طالبان غواړي چي د رسمي مذاکراتو څخه مخکي پدې راز حملو کي خپل نظامي طاقت وښيي، او د سولي په خبرو کي خپل موقف لا غښتلی کړي. دا کار عموما په ټولو جنګونو کي کېږي.

د طالبانو بل هدف ښايي دا هم وي چي هغوی غواړي پدې حملو باندي جمهورریس ټرمپ دېته وهڅوي چي له افغانستانه د امریکايي عسکرو په ایستلو کي بېړه وکړي، او د افغانستان د کشالې لپاره ژر تر ژره یوه سیاسي او دپلوماتیکه د حل لاره پیدا کړي. امریکايي مطبوعات وايي چي ټرمپ د افغانستان اوږد جنګ بې حوصلې کړی دئ،‌او د خپلو جنرالانو سره ئې روابط خراب سوي دي. ټرمپ امریکايي جنرالان ناکامه ګڼي، او وايي چي هغوی د افغانستان په مورد کي دوکه ورکړې ده.

د غزني حملې دا خبره هم په اثبات ورسوله چي افغانان باید لاس په کار سي. د جنګ ته ختمولو لپاره افغاني لاري چاري ولټوي. او د جنګ پر دواړو خواو باندي د ولسي فشار څخه کار واخلي.

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
فیروز
میلمه
فیروز

په ترمپ او یا د ترمپ په اداره باندی داسی فشار نه راځی چی په ښار حمله وکړه په سلګونو عسکر او اوردو ووژنه زانته هم په سلګونو تلفات واړوه تولی ملکی او نظامی ادارو ته اور واچوه په لسګونو بی ګناه خلک شهیدان کړه د خلکو دوکانونه کورونونه ویجاړ کړه(هغه که دهر چاپواسطه وی ) بیدون لدی چی د خلکو ذهنیت کی د طالب پر وړاندی کرکه رامنځته نکړی بله نتیجه نلری که چیری طالبان غواړی په ترمپ فشار وارد کړی نو امریکایی ادی او ورسره نژدی افغانی عسکر چی دفاع یی کوی په نښه کړی حتی که یو… نور لوستل »

مجاهد
میلمه
مجاهد

الله ج د کفارو او منافقینو په اړه فرمایی چه سترګی، ژبه او غوږونه یی له حق ویلو ، حق اوریدلو او حق لیدلو لویدلی . اشغلګر یی هم وژلی مګر هغوی په بیسو کی ځانونه خوندی کړی او افغان غلام عسکر چه دوی ورته یونیفورم ، وسلی او مرمی ورکوی معاشونه ورکوی د اشغالګرو په مخه کی قرار لری ، د په جاهدینو د نیولو او وژلو د پاره د شپی عملیات کوی څومره چه مجاهدین ډیر ونیسی او ووژنی له اشغالګرو کمیشن او لوړ مقامونه تر لاسه کوی د اسلام او افغانیت له مخی دغه غلامان تر اشغالګرو… نور لوستل »

غلام حضرت
میلمه
غلام حضرت

اصلاً د خپل مسلمان او افغان ورور وژنه حرامه ده په هر صورت کی.که دا استدلال وشی چه پولیس او عسکر د اشغالګرو مزدوران دی او مرګ ئې روا! !!دی نو د بېګناه دوکاندار او ګاډۍوان او لاروی د قتل ذمه د چا پر غاړه ده؟ راسی دُعا وکو: الهی! تا خو دا نړۍ هم مسلمان ته ور بخښلې ده هم غیر مسلمان ته، خو داسی ښکاری چه ددې دواړو د جنجالونو په اړودوړ کی هم انسانیت تر پښو لاندی سویدی او هم اسلامیت. د انسانیت او هومانیزم مدعی ( لیبرالیزم) انسانیت ته په سپکه ګوری او د اسلام مدعی… نور لوستل »