fbpx

فوټبال: افغانستان د فلسطین پر وړاندې سیالۍ ته لوبډله اعلان کړه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۰ زمری، ۱۳۹۷ل): د افغانستان فوټبال فدراسیون د فلسطین لوبډلې پر وړاندې په کابل کې د ترسره کېدونکې دوستانه سیالۍ لپاره دوه ویشت کسیزه لوبډله اعلان کړه.

په یاده لوبډله کې لاندې لوبغاړي شامل دي:

ویس عزیز، حیمد الله وکیلي، بکتاش اکبري، هارون امیري، میلاد انتظار، مصطفی حدید، کنشکا طاهر، بینامین نجم، حسین علي زاده، فیصل شایسته، نورالله امیري، محمد صابر عزیزي، فریدن حکیمي، امیرالدین شریفي، مصطفی ځاځی، ذوالفقار نظري، معراج الله داد، ادم نجم، عمران حیدري، امید پوپلزی، میلاد سالم او خیبر اماني هغه ۲۲ لوبغاړي دي چې ټاکل شوې د فلسطین په وړاندې لوبه وکړي.

د افغانستان فوټبال فدراسیون چارواکي وایي چې دوی د فلسطین لوبډلې پر وړاندې کوربتوب ته لازم چمتووالی نیولی دی.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان او فلسطین لوبډلو ترمنځ د فوټبال دوستانه سیالۍ د زمري میاشتې په ۲۸مه نېټه (د اګست میاشتې په ۱۹مه نېټه) د فلسطین او افغانستان ترمنځ په کابل کې د نړیوالې دوستانه فوټبال سیالۍ ترسره کیږي.

دغه ورځ چې د افغانستان زمري میاشتې ۲۸مې نېټې سره سمون خوري، په افغانستان کې د انګریزي ښکیلاک څخه د هېواد خپلواکۍ ورځ لمانځل کیږي.

د زمري ۲۸مه د خپلواکۍ ورځ هر کال په هېواد کې په یو شمېر مختلفو ډولونو لمانځل کیږي چې له ډلې یې ورزشي لوبغاړي هم د خپلواکۍ نعره په سیالیو ترسره کولو بدرګه کوي.

د افغانستان فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې دوی د فلسطین لوبډله کابل ته دعوت کړې ده چې د دواړو ملي لوبډلو ترمنځ د دوستانه تمریناتي سیالۍ هوکړه شوې ده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د