پر عروس البلاد د سپینو بیرغونو رپرپا

حبیب مجاهد

غزنی د هیواد تاریخي ښار، د اولیاوو وطن، د غزنوي امپراطورۍ پایتخت، عروس البلاد او د اسلامي تمدن پلازمینه د هیواد یو له هغو ښارونو شمیرل کیږي چې نړیوال شهرت لري او د اسلامي نړۍ پیژندل شوې سیمه ده.

تېره ورځ طالب مجاهدینو د سپین بیرغونو په بدرګه په دې ښار هجوم ورووړ. لومړی یې د غزني په جنوب لویدیځ کې هغه پي آر ټي تر خپل کنترول لاندې راوسته چې شاوخوا یوه نیمه لسیزه د خارجي غاصبو اشغالګرو مهم مرکز او د صلیبي ظالمانو میشت ځای و.

د غزني په پي آر ټي کې یو وخت سلګونه پولنډي او امریکایي یرغلګر میشت ول. دوی د غزني ولایت په مسلمان اولس د ظلم او قساوت هغه میچنې وچلولې چې ښایي دې اولس یې د شوروي یرغل په مهال هم ساری نه وي لیدلی. د غزني پي آر ټي هره ورځ د افغان مؤمن اولس د مظلومیت شاهده وه. مګر د الله تعالی فیصلو ته ګوره چې نن هماغه پي آرټي د اشغالګرو او د هغوی د مزدورانو د ذلت، سرټیټۍ ، ماتې او تیښتې شاهده ده. له امریکایي پي آر ټي څخه د اور لمبې پورته شوې، امریکایي غرور د افغان غازیانو د حماسو په موجونو کې لولپه شو.  غازیانو د غزني ښار نږدې ټول مهم مراکز، پوځي تاسیسات، حکومتي ودانۍ، حوزې او قرارګاوې تر خپل کنترول لاندې راوستې.

د غزني له ښاره وروستي راپورونه وایي چې د ولایت له ودانۍ پرته د ښار ټول ملحقات د مجاهدینو لاس ته لویدلي دي. حکومتي میډیا چې غواړي خپلو سرتیرو ته دروغجن ډاډ ورکړي یوازې د بي اساسه راپورونو په نشر بوخته ده او له غزني ښاره د طالبانو د په شا تمبولو ادعاء کوي حال دا چې مجاهدین ګام پر ګام د وړاندې تګ په حال کې دي او هره شیبه وروسته د یوې نوې سیمې د فتحې خبر راځي.

غزني د افغانستان له مهمو مرکزي ولایاتو او د کابل ــ کندهار په لاره پروت تر ټولو مهم ښار دی. د دې ښار ستراتيژیک ارزښت له دې څخه معلومیږي چې د هیواد د جنوب، جنوب ختیځ او مرکزي افغانستان تر منځ د الحاق د نقطې حیثیت لري. د طالبانو لپاره د دې ولایت نیول یوه ستراتيژیکه بریا ده. چې نه یوازې د طالبانو پوځي موقف او پرستیژ ورسره لوړ شوی دی. بلکې د بې شمیره پوځي امکاناتو، وسلو، جنګي وسایطو او ټانګونو په نیولو سره په اکمالاتي برخه کې هم طالبانو ته لویه لاسته راوړنه بلل کیږي.

په وروستیو اونیو کې د طالبانو پرلپسې پوځي پرمختګونه چې په یوه وخت یې داعش، امریکایان او د امریکا داخلي ګوډاګیان ټول په منډو کړي دي او د جګړې په ډګر کې یې د الله تعالي په نصرت له ټولو لاره ورکه کړې ده. له دې وضعیت څخه ثابتیږي چې طالبان د پخوا په نسبت په مراتبو زیات ځواکمن او په نظامي ډګر کې د پریکنده او پخو جنګي تجربو څخه برخمن دي، چې په وړاندې یې مختلف النوع دښمنان د مقابلې تاب نلري.

له تودو ګوزارونو سره سره د طالبانو د دعوت او عفوې سیاست بل هغه څه دی چې دوی ته یي بریا ورکړې، طالبانو په غزني ولایت کې د جګړې په تاوده ډګر کې مخالفو عسکرو ته د عفوې اعلان وکړ او هغوی ته یې وویل چې یوازې د وسلې په ایښودلو سره به وبښل شي او د سر او مال ضمانت به ورکړل شي. په دې سره ډيری عسکرو له جګړې لاس اخیستی او ویل کیږي چې تر سل تنو زیاتو دولتي عسکرو خپل ځانونه له وسلو سره طالبانو ته تسلیم کړي دي.

تازه حال دا دی چې د غزني ښار له ۹۰ فیصده زیاتې برخې د مجاهدینو لخوا نیول شوي دي. خو حکومتي چارواکي لا هم په مطبوعاتي باټو اکتفاء کوي دوی فکر کوي چې په میډیايي تبلیغاتو او خیالي ادعاوو سره به د جګړې د ‌‌ډګر حقائق بدل کړي حال دا چې په عملي ډګر کې هره لحظه له نوې ناکامۍ او شکست سره مخامخیدونکي دي.

تبصرې (2)

  • هوالله
    کرانه وروره
    سپین بیرغ چی په عروس البلاد په رپیدو دی داهم راته ووایه کوحی اودریابونو دمظلوم ملت دوینی نه دک شوی دی دهغه حواب حوک ورکوی هغه عروس البلد چی پی وینه ککر او داور په لمبو کی سوحی دتا په انگر اوس هم عروس پاتی شوی دی .........؟ په زرگونه خلک مهاجری شوی تپیان اوشهید شوی دکوحی ولاری دشهیدانو نه دک دی اوس هم دعروس په غم کی یی.........؟والله چی زه داسی ضمیر اووجدان ته حیران یم چی دی مظومانو په وینه دوب دی او دوی دسپینو بیروغونو په رپیدو ویاری کندز موهم نیولی وی اخر حه شو نتیجه خلک ووژل شو بی عزته شو تباه شو شار په کندوالو بدله شوه اوس دغزنی اوعروس هم پدی درشل کی دی دوکانونه مارکیتونه شفاخانی مکتوبونه تول په اور کی سوزی اوته دی سپین بیروغونو درپیدو اتن شروع کری دی ده
    په درنشت
    محمدخالد

  • که بې ګناه انسانان ( البته زه پولیس هم بېګناه ګڼم) پدې مرموز ناتار کی نه وای وژل شوی او زاړه او ښځی نه وای کړېدلای او په نره غزنی فتح!!!! شوی وای نو شاید دا لاندی د زړه درد می نه وای ښودلی:
    ګوری!
    آیا پاکستانی سپاهِ صحابه ( دا د یهود او انګرېز پلاس جوړ شوی سازمان) مجاهدین ګڼل کیږی؟
    آیا ددې پردیو مجاهدینو!!! پلاس د غزنی ناورین ته باید غزا! او جهاد! ووایو؟ نه هیڅکله.
    شاید د غزنی د مجاهدینو! په لیکو کی زموږ د وطن ښه او مخلص طالبان هم شتون ولری خو دا باید ومنو چه اصلی تصمیم نیوونکی همهغه انګریزی- پاکستانی دجّالی قواوی دی او بس.