د طالبانو لوړ پوړی پلاوي ازبکستان ته تللی

نن ټکی اسیا (شنبه،۲۰زمری ۱۳۹۷ل): په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر څخه په خپره شوي یوه وینا پاڼه کې طالبانو ویلي چې ازبکستان ته یې رسمي هیئت د هغه هیواد په غوښتنه تللی او له ازبک چارواکو سره یې پر یولړ اړونده مسائلو خبري اتري کړي دي.

طالبانو ویلي له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو، سولې او ملي پروژو په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.

باید وویل شي طالبانو په دې وروستیو کې د نظامي عملیاتو د ګړندي کیدلو ترڅنګ سیاسي تحرکات هم پراخ کړي ، څو ورځي وړاندي یې چین ته هم سفر کړی وو،

امریکایی چارواکو هم څو ځله په قطر کې له طالب استازو سره رسمي لیده کاته کړي چې وروسته یې امریکایی رسنیو په اړه خبرونه خپاره کړل او طالبانو او امریکایانو دواړو یې تصدیق وکړ.

د طالبانو د سیاسي دفتر په اعلامیه کې راغلي چې هیئت د دفتر د مشر شیرمحمد عباس ستانکزي په مشرۍ ازبکستان ته سفر کړی.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ازبکستان ته د اسلامي امارت د هئیت د سفر په اړه د سیاسي دفتر اعلامیه

د افغانستان د اسلامي امارت د سیاسي د فتر یو هېئت د سیاسي د فتر د رئيس محترم شیر محمد عباس ستانکزي تر مشري لاندې د روان کال د اګست د میاشتې له شپږمې نیټې څخه تر لسمې نیټې پورې د ګاونډي هیواد ازبکستان د چارواکو په بلنه هغه هیواد ته سفر درلود.

په دې سفر کې نوموړې هېئت د ازبکستان د خارجه وزیر ښاغلي عبدالعزیز کاملوف او د افغانستان لپاره د ازبکستان د ولس مشر استازي ښاغلي عصمت الله ارګاشیف سره وکتل او په افغانستان کې یې د ازبکستان له خوا د اوسنیو او راتلونکو ملي پروژو لکه د اورګاډي پټلۍ او د بریښنا د لین په امنیت خبرې وکړې.

همداشان له افغانستان څخه د خارجي قواوو د وتلو او دا چې په افغانستان کې څنګه سوله راتلای شي، په دې اړه د ازبکستان له چارواکو سره نظرونه تبادله شول.

محمد سهیل شاهین

د اسلامي امارت د سیاسی دفتر ویاند

۲۹/۱۱/۱۴۳۹هـ ق
۲۰/۵/۱۳۹۷هـ ش
ــ 2018/8/11م

تبصرې (1)

  • ګاوندی او دنړی ټولو هیوادو درک کړی چه د افغانستان اصلی بچیان به د دی هیواد واګی یا واک دیر ژر نیسی نو د امریکا په کچه یی ورسره مذاکرات پیل کړی یعنی د هغوی پیاوړتیا او هویت یی په رسمیت پيژندلی همدا چه څوک د یو چا سره د یو هیواد په حیثیت مذاکری او لا کوم د سولی تړون لاسلیک کوی او لا د ګاوندی هیوا د اربکستان د ریل پټلی او د ګاز لاین او داسی نورو پروژو په اړه رسمی دعوت ورکوی او رسمی خبری ورسره کوی دا د کابل د غلامی اداری حاشیه کول او په رسمیت نه پیژندل نه دی یعنی د کابل غلامه اداره هغه اداره نه دی چه د دغو قیمتی پروژو خوندیتوب وکړی شی او نه دومره دوام او ثبات لری .
    دا یو ډلو د بریاوو زیری دی مظلوم اولس چه د نړیوال قدرتو د هدیری ویاړنه یی تل ساتلی یو ځل بیا یی هغه ویاړنه تکرار او تر لاسه کړه مننه