fbpx

نیویارک ټایمز: د غزني ښار اوس هم د طالبانو په کنټرول کې دی / ویډیو

نن ټکی اسیا (یکشنبه،۲۰ زمری ۱۳۹۷ل): د امریکا مشهورې ورځپاڼې نیویارک ټایمز په یوه تازه راپور کې ویلي چې طالبان اوس هم د غزني ښار اکثره څلورلاري او مرکزي سیمې په خپل کنټرول کې لري.

ورځپاڼه وايي چې ددوی یو خبریال د غزني ښار ته دننه ورغلی او هلته یې هرڅه په خپلو سترګو لیدلي چې طالبان د ښار پر هر چوک باندي واکمن دي او پر سړکونو باندي يې پوستې جوړي کړي دي.

د راپور سره سم د ښار په یو شمیر سیمو کې چیري چې جګړه شوې، اوس هم د وژل شویو عسکرو، ملکیانو او طالبانو جسدونه لیدل شوي دي.

خبریال ویلي چې طالبانو هغه ته وویل چې له ښاره ووځي، ځکه چې کیدای شي د هغه ژوند ته خطر متوجي شي.

او زیاتوي: یوه طالب قومندان چې توره لنګوټه یې تړلې وه، ماته وویل: «د یوه ملکي په حیث ستا ژوند مونږ ته مهم دی، ته باید خپل کلي او یا کور ته ولاړ شې، مونږ نه غواړي تاسو ووژنو، خو مونږ ته امر شوی چې ملکیانو ته باید اجازه ورنه کړل شي چې ښار ته ننوځي».

د راپور سره سم د غزني غوندي ستراتیژیک ښار نیونه د طالبانو لپاره لویه لاسته راوړنه بلل کیدای شي، دوی که څه هم مخکې کندز دوه ځله په کال ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کې ونیوی، او روان کال یې د فراه ښار هم ونیوی خو هغو ښارونو د غزني غوندي ستراتیژیک حیثیت نه درلود.

راپور زیاتوي چې د طالبانو له لوري د غزني نیول کېدل به نه یوازي د کابل او کندهار تر منځ لاره د حکومت پر مخ وتړي بلکې د ښارونو د ساتنې امریکايي او د افغان حکومت ستراتیژي به د جدې شکست سره مخ کړي.

ورځپاڼې د کورنیو چارو وزارت د ویاند نجیب دانش هغه ادعا هم بې بنسټه بللې چې له مخې یې نوموړي ادعا کړې چې اوس هم د ښار پر مرکزي سیمو دولتي ځواکونه واک لري او د ښار د سقوط ویره ختمه شوې.

لاندي ویډیو پر ټولنیزو پاڼو نشر شوې:

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د