fbpx

کربین لیګ: د قیس احمد جادويي توپ اچونه، درې لوبغاړي یې وسوځول

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۱ زمری، ۱۳۹۷ل): د ویسټ انډیز په کربین لیګ سیالۍ کې د افغانستان ځوان سوکه توپ اچونکي قیس احمد د پام وړ جادويي توپ اچونه وکړه او د پاکستان لوبډلې تکړه توپوهونکی شعیب ملک یې بولډ او دوه نور لوبغاړي يې وسوځول.

د ګیانا امازون لوبډلې پر وړاندې قیس احمد د خپل لومړي اور په لومړي توپ د والټن ویکټه واخیسته او د دوه لوبغاړو ګواښوونکې ملګرتیا یې ماته کړه، همدا ډول یې پخپل درېیم اور کې د پاکستان لوبډلې تکړه او تجربه کار آلراونډر شعیب ملک په ګوګلي توپ بولډ اوټ کړ، چې په څلورم اور کې یې هم ستره ویکټه ترلاسه کړه.

قیس احمد د لومړۍ سیالۍ په پرتله په ننۍ سیالۍ کې په زړه پورې او د پام وړ توپ اچونه ترسره کړه، چې پخپلو ۴ اورونو کې يې یوازې ۱۳ منډې ورکړې او ۳ مهم لوبغاړي يې وسوځول.

مخالف لوبډلې د ۴ لوبغاړو په سوځېدلو د ۱۴۲ منډو هدف وټاکه، چې له دې ۴ ویکټو څخه یې ۳ ویکټې قیس احمد وسوځولې، د امازون لوبډلې لخوا لوک رونکي ۴۲ او والټن ۳۱ منډې جوړې کړې.

قیس احمد د کرېکټ مبصرینو او چارواکو لخوا هم وستایل شو، دوی وایي چې «سینټ لوشیا سټارز لوبډله دده په درلودلو بختوره ده او په راتلونکي کې به ورته بریاوې راوړي او نور به هم ښه وځلیږي، دی یو له ځانګړو لوبغاړو څخه دی چې په کربین لیګ کې سترګې وراوړي».

۱۷ کلن ځوان یوازینی افغان لوبغاړی دی چې د ویسټ انډیز په کربین لیګ سیالیو کې لوبیږي، نوموړي په خپله لومړۍ سیالۍ کې یوازې ۲ اورونه ورکړل چې ۲۴ منډې یې ورکړې او په کومه ویکټه اخیستنه بریالی شوی نه و.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د