تصویر؛ له ارشیفه

میدان وردګ: طالبانو د ۱۰ بهرنيانو په ګډون ګڼ عسکر وژلي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۱زمري، ۱۳۹۷ل): طالبان وايي په غزني کې د محاصره عسکرو منسوبینو لپاره د بهرنیو او کورنیو عسکرو ګډ مرستندوی کتار د میدان وردګو په سید اباد کې د دوی تر برید لاندې راغلی.

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې سرتېرو يې دغه کتار د سید اباد په ملي خېلو، سلطانخېلو، شیرازي بابا، منکلیو او سالارو کې تر بریدونو لاندې ونیو، چې پکې ۱۰ بهرني او ۲۵ کورني عسکر ووژل شول.

بهرنيو عسکرو هغه وخت د خپلو ملګرو شیندل شوي جسدونه ولیدل، چې د دوی دوه ټانګونه د شیرازي بابا په سیمه کې د طالب ځواکونو د راکټونو تر برید لاندې راغلل او یو بل ټانګ يې په ملي خېلو کې د ماین خوراک شو.

د میدان ودرګو ځايي مسؤلینو او په افغانستان کې مېشتو بهرنیانو د دې تلفاتو په اړه څه نه دي ويلي، خو د طالبانو خبرپاڼه کاږي چې بهرنیانو د وارخطايۍ له امله د عسکرو یوه پوسته هم بمبار کړه، چې اته تنه يې ځای پر ځای پکې ووژل او درې نور مرګوني ټپيان شول.

خبرپاڼه د ځايي اوسېدونکو په حواله زیاتوي چې بهرنیانو په امبولانسي چورلکو کې د کورنیو عسکرو له جسدونو هم انکار وکړ او له چورلکې يې بېرته ځمکې ته را ویشتي دي.

«د ترلاسه شویو معلوماتو په اساس کله چې اشغالګرو د خپلو غلامو عسکرو په پوسته بمبار وکړ،نو یې د وژل شویو او ټپیانو د لیږد لپاره امبولانس چورلکې راوغوښتې، خوچې کله چورلکې راغلې په همدې وخت کې د اشغالګرو په ټانګ د ماین قوي چاودنه وشوه ، ټانګ یې ویجاړ، په کې سپاره عسکر یې ووژل شول، په دې سره امریکایي اشغالګر په قهر شول او سمدستي یې بیرته د داخلي عسکرو جسدونه په ډیر سپکاوي او توهین آمزه ډول له چورلکو څخه راوغورځول او د خپلو عسکرو جسدونه یې ورپورته کړل.»

دغه کتار چې غزني ته د مرستې په تمه خوځېدلی نن درېیمه ورځ ده چې په میدان وردګو ولایت کې د طالبانو له بریدونو سره مخ کېږي او وړاندې تګ يې نه دی کړی.

په غزني کې طالبان د خپل پرمختګ په اړه وايي چې د قلعه شهاده په نامه ستراتېژیکه سیمه او زوړ هوايي ډګر يې نیولي دي.

د غزني د ولایتي شورا غړی نصیر احمد فقیري د غزني د خوندیتوب په اړه د ملي دفاع وزارت او کورنیو چارو وزارت څرګندونې بې اساسه بولي او وايي چې طالبان د ښار په منځ کې د ولایت مقام تر څنګ د ملي امنیت پر ودانۍ په جګړه کې بوخت دي.

له دې سره هممهاله طالبانو د دې ولایت خواجه عمري ولسوالي هم تېره شپه نیولي او د درنو تلفاتو اړولو او ګڼو مهماتو د تر لاسه کولو خبر يې ورکړی دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د